یخچال لرونکې لارۍ کې د دریو ماشومانو په کډون ۱۵ کډوال موندل شوي

کډوال د انځور حقوق .
Image caption د لارۍ درلودونکي شرکت د کډوالو کړکېچ کې بارچالانۍ ته د اوښتو زیانونو له کبله نیوکه کړې

انګلستان کې د دریو ماشومانو په ګډون ۱۵ مشکوک غیرقانوني کډوال یوې یخچال لرونکې لارۍ کې موندل شوي دي. دغه کډوال د سې شنبې په ماسپښین له البرټ بارټلي فابریکې سره، چې مخکې د هیینز ملکیت وه نیول شوي دي.

ویل کېږي، چې دغه لارۍ کې له اسپانیا نه کارخونې ته کچالو لېږدول کېدل، چې کډوالو په کې سفر کړی.

د کورنیو چارو وزارت چارواکو منلې، چې د لارۍ ډرېور یې کډوالو ته د سفر ممکنه اسانتیاوو چمتو کولو په تور نیولی دی.

بل لور ته د لارۍ ملکیت درلودونکي شرکت ویلي هغه مهال، چې لارې د یکشنبې په ورځ له اسپانیا ووته، کلکه تړل شوې وه.

فرانسه وايي، بریتانیا باید نور کډوال ماشومان ومني

فرانسوي چارواکي وايي، کالې کمپ نه یې ټول کډوال ایستلي

دغه شرکت د کډوالو بحران کې د بارچالانۍ زیانمنېدو له کبله نیوکه کړې.

ایس سي، نومي شرکت ویلي خپلو ډرېورانو ته یې د لارو اوږدو کې لاریو ته د کډوالو ختلو مخنیوي په موخه ځانګړې روزنه ورکړې.

د بریتانیا ختيځ کې د امبولانس خدمتونو چارواکي وايي، نیول شویو کسانو سره طبي مرستې شوې دي.

د نارفوک سيمې پوليس وایې، دغه ۱۵ کسان چې د استوګنې اصلي هېوادونه یې لا تر اوسه معلوم نه دي، د کورنیو چارو وزارت چارواکو ته سپارل شوي دي.

د انځور حقوق .
Image caption له موندل شویو کډوالو سره طبي مرستې شوې

د البرټ بارټليټ کمپنۍ په دې اړه څه نه دي ویلي.

د بریتانیا په پارلمان کې د نارفوک د سيمې استازي نورمن لم، وویل له دغې پېښې داسې معلومیږي، چې دغه خلک ډېر نهيلې او له ستونزو سره مخامخ وو، چې ان په یخچال لرونکې لارۍ کې سفر ته اړ شوي دي.

ده د انساني قاچاق مخنیوي لپاره د نړیوالو هڅو غوښتنه وکړه او زیاته یې کړه چې د دغو هېوادونو سره باید مرستې وشي، چې بېرته پر خپلو پښو ودرېږي او له خطره د ډکو لارو سفرونو ته اړ نه شي.

اړونده مطالب