د ښځینه خاصیتونو پیغور نارینه غښتلي کوي؟

د انځور حقوق Getty Images
Image caption که نجونې زړورې وروزل شي، پوره یوه نسل به یې زړور روزلی وي.

ښځه خو نه یې چې ژاړې، لکه ښځه بنګړي واچوه، لکه ښځه ټیکری پر سر کړه، لکه ښځه په کور ناست یې، ښځه خو نه یې چې دا کار نه شې کولای، د ښځې خویونه کوې او داسې ډېرې نورې خبرې به مو په کیسو او داسې ډېرې صحنې به مو په سریالونو، فلمونو او حقیقي ژوند کې لیدلې وي، چې نارینه وو ته د ښځینتوب پیغور ورکول کېږي.

په یوه هندي فلم کې مې یوه صحنه ولیده. مرکزي کرکټر خپل مخالف ته وایي، داسې به دې وشرموم چې ټول عمر سر پورته نه کړې.

هغه له خپلې مېرمنې بنګړي وغواړي او بیا یې هغه ته ور پر لاس کړي، بیا د مېرمنې ټیکری هغه ته ورپه سر کړي. دغې نندارې ته راټول خلک خاندي او هغه ته پیغور ورکوي چې ښځه شوې.

جالبه دا وي چې نندارې ته ښځې هم خاندي او نارینه ته د ښځینتوب پیغور ورکوي.

ما په کورنيو شخړو کې داسې ډېرې پېښې لیدلي، چې ښځې خپل بنګړي او یا ټیکری نارینه وو ته ورګوزار کړي او هغوی ته وایي زما او ستا څه توپیر دی، پورته شه غیرت وکړه او په دغه پیغور هڅه کوي د نارینه غښتلتیا راوپاروي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption په خلقت کې نر او ښځه په یوه انساني چوکاټ کې خلق شوي

د داسې پېښو په لیدو پوښتنه راسره پیدا شي، چې ښځې ولې ځان توهینوي او ولې نارینه ته د خپل جنسیت پیغور ورکوي؟

ځواب کې ښایي دا نظر سم وي، چې زموږ په ټولنه او له موږ سره په کلتوري لحاظ ورته ټولنو کې له ماشومتوبه نجونې بې جرآته او ګوښه روزي، ځکه ښځو ته ځان کمزوری ښکاري او نارینه وو ته د ښځینه توب پیغور ورکوي.

هغوی په دې نه پوهېږي چې د ځان توهین کوي، ځکه دوی ته همدا ویل شوي، نر د بهر او ښځه د کور زینت ده.

د هند په تاریخ کې د سلطان التمش په هلکه دا خبره مشهوره ده، چې هغه خپله لور رضیه سلطانه د هلکانو په څېر روزلې وه. هغې ډېرې وړتیاوې درلودې، لکه د آس سپرلي، غشي ویشتل، توره وهل او د سیاسي مهارت ادب لرل، خو غمیزه دا وه، چې عیاشو وروڼو یې دغه وړتیاوې د دې په وجود کې نه شوای لیدلی.

د سلطانه په هکله نامتو تاریخ لیکونکی ډاکټر مبارک علي د (طبقات ناصري) لیکوال منهاج السراج په حواله د ښځې او تاریخ په کتاب کې چې ښاغلي میر احمد یاد پښتو کړی دا موضوع را نقل کړې ده.

''رضیه سلطانه ډېره جلیل القدره امره وه، قدرت ورته عقل او پوه ورکړې وه، عدل به یې کاوه، سخاوت او مهرباني یې عادت و. زمانه پرې ښکلې و، د حملې او لشکر کشۍ وړتیا یې درلوده، خو ارمان چې ښځه وه، دې ټولو صفتونو ورته څه ګټه رسولی شوه؟ ''

Image caption که د ماشومانو په روزنه کې د هلک او نجلۍ توپیر و نه کړو یو نسل به مو زړور روزلی وي

نارینه او ښځینه ګډ خاصیتونه

نارینه وو او ښځینه وو کې ځيني خاصیتونه مشترک دي، چې دواړه جنسه یې د خپل فطرت سره سم کاروي، ژړا، خندا، عاطفه، غوسه، غښتلتیا، ذهني او فکري قوه او وړتیاوې هغه خاصیتونه دي چې په دواړو جنسو کې شته او د اظهار او څرګندولو طرز یې ځیني په ښځو او ځیني په نارینو کې ښکاره او څرګند دي.

ذهني او فکري قوه

په اوسنۍ نړۍ کې د علم په ډګر کې ښځې او نارینه یو ډول حرکت کوي او کومه پوهه چې نارینه تر لاسه کولی شي، ښځه هم هغه وړتیا لري او د ګردو علومو په څانګو کې ښځې متخصصینې شته، چې له نارینه وو سره په یوه ګډه فکري دایره کې کار کوي.

ژړا

ژړا هغه خاصیت دی چې نر او ښځه یې دواړه لري، خو په ښځو کې دغه خاصه څرګنده ده او ښځینه د نارینه وو پرتله ډېرې ژاړي، دغه خاصیت یې نارینه وو ته کمزورتیا ښکاري او په پیغورنو کې تر ټولو زیات همدا کارول کېږي، خو دا بیخي ناسم برداشت دی، چې ښځه له کمزورۍ ژاړي، بلکې ښځې تر نارینه وو ډېره عاطفه لري، ځکه ښځې ډېرې ژاړي.

د یوه زوی مړي پلار اوښکې د بورې مور له اوښکو هېڅ توپیر نه لري او د هغه پلار اوښکې هېڅ بشر نه شي پټولی، چې د اولاد په مرګ ژاړي، ځکه پلار د اولاد پر مرګ له حده ډېر کمزوری شي او هغه ژړا کمزوري نه، بلکې د پلار عاطفه ده.

همدارنګه د رښتني میین ژړا او عاطفه د هغه تر میینې هېڅ کمه نه ده او هغوی یو ډول دردېږي. د هجران او وصال په وخت کې یو ډول احساس لري.

د ماشوم او ماشومې ژړا او عاطفه هم څوک نه شي بېلولی. د هغوی ژړا هېڅ توپیر نه لري. دا ډېره عجیبه ښکاري، ژړا نارینه وو ته د کمزورۍ پیغور کېږي او نر به ولې نه ژاړي؟ د نر زړه د ډبرې نه دی چې و نه ژړاي هغه هم د ښځې غوندې یو عاطفي موجود دی.

د نارینه وو سینګار

په پخوانیو زمانو کې چې انسانان لا مدني شوي نه وو، نارینه وو به بنګړي ډوله کړۍ پر لاس کولې او امیلونه به یې په غاړو کې اچول. د پخوانیو زمانو پاچاهانو خولۍ او جامې به ډېرې سینګارېدې.

د موسی (ع) په کیسه کې لولو چې د هغه وخت فرعون په خپله ږېره کې ګران بیه غمي او مرۍ پیلې.

د پخوانیو زمانو له رواجونو څخه یوه یوه نښه اوس هم نارینه وو ته پاتې ده، لکه؛ ګوتمي، په لاس او غاړه کې زنځیر اچول اوس هم په نارینه وو کې دود دی.

ځیني هلکان، فلمي ستوري، لوبغاړي، سندرغاړي او ماډلان غوږونه هم سوري کوي او غوږوالۍ پر غوږو کوي.

نکرېزې کول هم ښځینه خاصه ده، خو په ځینو هېوادنو کې نکریزې نارینه د شګون لپاره په خاصو مراسمو کې پر لاس ږدي او کلیوال نارینه نکریزې د پونډیو د چادو د ښه کېدو په خاطر پر پښو ږدي او هم ویښته پرې رنګوي او د حضرت محمد ( ص ) د سنت پر ځای کولو په دود سترګې هم توروي.

کوم خاصیتونه چې له بشري مدنیت مخکې مشترک وو او د وخت په تېرېدو نارینه وو کې له منځه ولاړ او ښځو کې پاتي دي، ولې یې د ښځې د کمزوری نښه ګڼي او ولې نارینه وو ته پیغور دی؟

دا هغه پوښتنه ده چې له ټولو مخکنيو خبرو سره تړاو لري او ځواب یې همدا دی، چې د وخت په تېرېدو بشري ټولنو کې نرواکي زور واخیست او پر ښځو یې خپله واکمني زیاته کړه، چې ښځې یې له ټولو مسایلو یوه لور ته کړې.

د ښځو رول

د انځور حقوق Getty Images
Image caption کم نظري، ټیټ ګڼل او ګوښه توب یوازینی علت دی، چې ښځینه کمزوري او بې جراته وي.

په بشري تاریخ کې که د ښځو ونډې او رول ته وګورو ټوله ونډه او رول یې سمبولیک و.

له ملکې نیولې تر وینځې پورې د ټولو دنده همدا وه چې نران خوشاله وساتي او په ځینو مذاهبو کې ان د ښځې وجود منحوس او بدمرغه ګڼل کېده. د یونان نامتو فیلیسوف ارسطو ویلي، ښځه د نر نیمګړې بڼه ده او افلاطون چې د تفکر او تعقل سمبول و د ښځو په هکله یې ویلي، ښه ده چې نر یم، ښځه نه یم.

همدغه کم نظري، ټیټ ګڼل او ګوښه توب یوازینی علت دی، چې ښځینه کمزوري او بې جراته وي.

که څه هم اوس په نړیواله کچه د ښځو په ژوند کې بدلون راغلی، خو زموږ ټولنه کې اوس هم ښځه د کمزوری سمبول دی، دلته اوس هم نجونې ګوښې زده کړې کوي، ګوښې دندې کوي، ګوښې ګرځي او ګوښې روزل کېږي او له دغه تریبت سره دوی هم دا احساس کوي، چې دوی تر نارینه و کمزورې دي.

په پورتنۍ جملو کې مې د ګډو خاصیتونو ذکر کړی و، چې پوه او فکري قوت هم په کې شته. که نجونې ښې ورزول شي د دغو خاصیتونو په وسیله ښځې کولای شي تر نارینه وو هم پورته شي.

قوت او د کمزورۍ پیغور

یوزاینی څه چې ښځه له نارینه بېلوي فزیکي قوت دی، چې هغه د جنس په خلقت کې دی او ښځې نسبت و نارینه وو ته لطیفې خلق شوې او که هغوی درانه کارونه وکړي ښایي راتلونکې کې یې د اولاد زېږون وړتیا ته زیان ورسوي.

زموږ په ټولنه کې ښځو ته په ټیټ نظر کتل کېږي او نارینه وو ته د هغې د کمزورۍ پیغور ورکول کېږي او د ښځینه ذات په پیغور نارینه ډېر احساساتي کېږي، ځان کم ورته ښکاري او کوم کار چې نه شي کولای هغه د پیغور په اورېدو ډېر په اسانۍ کوي.

یعنی د ښځینه توب پیغور نارینه غښتلی کوي، نو دا ډېره عجیبه ده، چې کوم جنس پیغور چې دوی غښتلي کوي هغه جنس دوی ته کمزوری ښکاري.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption په اوسنۍ نړۍ کې ښځې اوس ډېرې پیاوړې دي او په هر ډګر کې کولای شي د نرانو ښې سیالانې شي.

په خلقت کې نر او ښځه په یوه انساني چوکاټ کې خلق شوي، هغه څه د ښځې او نر تر منځ بېل دي هغه بېل وجودونه او جلا فطرتونه دي، چې نه شوي کولای موازي حرکت وکړي.

بېولوژیستان او څېړونکې له ډېرو څېړنو وروسته دې نتیجې ته رسېدلي، چې د ښځو او نارینه وو ذهني او فکري کړنې په ذاتي توګه بېل دي او د جنسیت د اغیزې لاندې دوه جنسه متفاوت عملونه کوي.

په اوسنۍ نړۍ کې ښځې اوس ډېرې پیاوړې دي او په هر ډګر کې کولای شي د نرانو ښې سیالانې شي.

که موږ د ماشومانو په روزنه کې د هلک او نجلۍ توپیر و نه کړو او نجونو ته له ماشومتوبه د زړورتیا احساس ورکړل شی او زړورې وروزل شي، پوره یوه نسل به یې زړور روزلی وي.

په دې روزنه به راتلونکې ته د ښځې خاصیتونه نارینه وو ته پیغور نه وي، بلکې ښځې به د زړورتیا سمبولونه وي.