ډونلډ ټرمپ له خپل مخالف ميټ رامني سره کتلي

د انځور حقوق Reuters
Image caption ښاغلی رامني د امريکا د ۲۰۱۲ کال ولسمشريزو ټاکنو کې د جمهوريپال ګوند نوماند و، چې د ډيموکراتانو د ګوند نوماند بارک اوباما ته يې ټاکنې وبايللې.

د امریکا نوي ټاکل شوي ولسمشر ډونلډ ټرمپ له خپل يوه انتقاد کوونکي او مخالف ميټ رامني سره کتلي او داسې اټکل کېږي چې ده ته به د بهرنيو چارو د وزارت څوکۍ ورکړل شي.

ښاغلی رامني د امريکا د ۲۰۱۲ کال ولسمشريزو ټاکنو کې د جمهوريپال ګوند نوماند و، چې د ډيموکراتانو د ګوند نوماند بارک اوباما ته يې ټاکنې وبايللې.

د امريکا د وروستيو ټاکنو پر مهال ميټ رامني، ډونلډ ټرمپ يو "ټګ" کس بللی و او ويلي يې وو چې ډونلډ ټرمپ د ولسمشرۍ "اخلاق نه لري او وړ کس نه دی"

'زلمی خليلزاد د امريکا بهرنيو چارو وزارت يو احتمالي نوماند دی'

د ډونلډ ټرمپ کورنۍ وپېژنئ

د ډونلډ ټرمپ ژوند په انځور کې

ښاغلي ټرمپ، ټويټر پيغام کې ويلي، "د هغو ښځينه وو او نارينه وو پر ټاکلو بوخت يم چې وکولی شي يو ځل بيا د لويې امريکا په جوړولو کې مرسته وکړي."

د ډونلډ ټرمپ يوه وياند شون اسپايسر خبريالانو ته ويلي"ټاکل شوی ولسمشر د دغه هېواد د پرمختګ لپاره تګړه او غوره کسان غواړي، که هغوی له ده ملاتړ کړی وي که نه"

ښاغلي اسپايسر ويلي، له ښاغلي رامني سره ليدنه به د دې فرصت رامنځ ته کړي چې د يو بل نظرونه او افکار واورېدل شي.

ميټ رامني د روسيې پر رول يو له سختو انتقاد کوونکو څخه ګڼل کېږي او د ډونلډ ټرمپ سره چې د ټاکنو پر مهال يې د روسيې د ولسمشر ولادي مير پوتين ستاينه کوله همغږی نه ښکاري.

ويل کېږی ميټ رامني د ايران د هستوي پروګرامونو او له دغه هېواد سره د بارک اوباما د توافق له مخالفينو څخه هم و.

په ملګرو ملتونو کې د امريکا پخوانی استازی جان بولټن، سناتور باب کروکر، زلمی خليلزاد او نيکي هيلي هم د بهرنيو چارو وزارت له احتمالي کانديدانو څخه دي.

ورته مطالب