لومړیو ۱۰۰ ورځو کې د ډونلډ ټرمپ پلان
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

ټاکل شوي ولسمشر ډونلډ ټرمپ سپینه ماڼۍ کې د خپلو لومړیو سلو ورځو پلان په ډاګه کړ

د امریکا نوي ټاکل شوي ولسمشر ډونلډ ټرمپ سپینه ماڼۍ کې د خپلو لومړیو سلو ورځو پلان په ډاګه کړ. وايي د ارام سمندر د څنډو له ۱۱ هېوادونو سره به د ټرانز پېسېفېک سوداګریز تړون لغوه کوي. په لومړي توبونو کې یې وايي دا هم راځي چې د ژوو له پاتې شونو د سون توکو پر تولید محدویدتونه لرې کړي او انټرنټي خوندیتوب ښه کړي. خو مکسیکو سره یې د دېوال جوړولو هېڅ هم ونه ویل.