برازیل کې د لوبغاړو له مړینې وروسته ملي ویر اعلان شوی

د انځور حقوق AFP/ GETTY IMAGES
Image caption د برازیل نورو لوبډلو غمجن کلب ته د وړیا لوبغاړو د ور کولو وړاندیز هم کړی دی.

د برازیل ولسمشر میشل تمر د دغه هېواد د شپیکونسي کلب د لوبغاړو د مړینې په ویر کې درې ورځې ملي ماتم اعلان کړ.

د برازیل په جنوب کې د کلب په پلرني ټاټوبي کې د فوټبال لوبې مینوال په لوبغاړي کې را ټول شوي او د شپیکونسي کلب سره خواخوږي ښيي.

د کلب مرستیال مشر ایوان توزو د لوبغاړو مړینه د خپل کلب لپاره ملاماتوونکی خبر بولي: "په تېرو څو کلونو کې موږ ښه وده وکړه، په ډېره چټکۍ موږ لومړۍ درجې لوبډلو ته ورسېدو، خو د د ې غمجنې پېښې له امله اوس هرڅه خراب شوو. هیله من یو چې مړي برازیل ته را ولېږدوي او په سټیډیم کې یې د ډله ییزې جنازې مراسم جوړ کړو".

د فوټبال نړیوال فدراسیون مشر (جي اني انتن تینو) هم په دې پېښه خوشیني ښودلې او یلي یې دي چې فوتبال ویر کوي.

د شپیکونسي کلب لوبډله د سوېلي امریکا په پایلوبو کې د ګډون لپاره کولمبیا ته روانه وه، چې د میډیلن په غرنیو سیمو کې یې الوتکه وغورځېدله.

دا سیالي د شپیکونسي کلب لپاره په تاریخ کې تر ټولو مهمه لوبه وه.

* د نیمار دوه ګولونو برازیل بریالی کړ

* برازیل کې د فوټبال سیالیو پرضد مظاهرې

په دې الوتکه کې د لوبغاړو په ګډون ۸۱ کسان سپاره وو، خو یواځې شپږ کسان ژوندي پاتې شول.

په ژغورل شویو کې درې د شپیکونسي غړي دي.

په نړۍ کې د فوټبال کلبونه او مینوال هم د برازیل له دې فوټبال لوبډلې سره خواخوږي ښیي، چې لوبغاړي یې د الوتکې په غورځېدلو کې مړه شول.

د شپیکونسي سیالې کولمبیايي لوبډلې( اټلیټیکو نېسنل) ویلي چې د لوبې بری به دوی ته وبښي.

دې ډلې له خپلو مینوالو هم غوښتي چې لوبغالي ته د سپینو جامو په اغوستلو سره ور شي او په دې ډول له غمجنې لوبډلې سره خواخوږي وښيي.

د انځور حقوق AFP
Image caption شپيکونسي لوبډله د سوېلي امریکا فوټبال پایلوبه کې د ګډون لپاره کولمبیا ته روانه وه.

له بلې خوا د برازیل د لومړۍ درجې لوبډلو په ګډه اعلامیه کې ویلي، چې شپیکونسي کلب ته به د وړیا لوبغاړو د ور کولو وړاندیز هم وکړي او له غوره لیګ یا اتلولیو یې غوښتي چې تر راتلونکو دریو کلونو پورې دا کلب له شاتګ وژغوري.

دې کلب په وروستیو کلونو کې ډېر پرمختګ وکړ.

تېره اونۍ یې د سوېلي اسیا اتلولیو کې پایلوبې ته ځان ورساوه، چې د چهارشنبې په ورځ کولمبیا کې پیل کېدلې.

خو د دوشنبې په ورځ یې الوتکه د کولمبیا په میډیلن غرنیو سیمو کې وغورځېدله.

* د برازیل اور اورلوبې را منځ ته کړ

* د فوټبال نړیوال جام ته برازیل خپله لوبډله وټاکله

په دې الوتکه کې ۲۱ خبریالان هم وو.

د کولمبیا چارواکو ویلي، د الوتکې دواړه تورې بکسې یې موندلې دي.

تخنیکي ستونزې د الوتکې د غورځېدلو لامل ښودل شوی دی.

د انځور حقوق AP
Image caption الوتکه د کولمبیا په میډيلین غرنیو سیمو کې غورځېدلې ده.

اړونده مطالب

ورته مطالب