بلخ: مالداران وايي پر ځان بسیا کېدای شي
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

بلخ: مالداران وايي پر ځان بسیا کېدای شي

بلخ کې مال ساتونکي وايي که د خپل کاروبار چارو په عصري کولو کې بريالي شول، ولايت يې ښايي د شيدو توليداتو کې پر ځان بسيا شي. د دغه ولايت ځينې کورنۍ د خپل ژوند لګښتونه د شيدو له پلوره پوره کوي. ځينو بيا په خپله پانګونه د شيدو توليد لپاره له بهره مالونه وروارد کړي دي، خو له ستونزو سره هم مخامخېږي. امير بريال يې نور حال راکوي.