پاکستان کې د پوهنتون څانګې نوم پر سر ناندرۍ
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

پاکستان کې د پوهنتون څانګې نوم پر سر ناندرۍ

پاکستان کې د احمديانو يا قاديانو ضد ډلې د حکومت هغې پرېکړې پر وړاندې احتجاج کوي، چې غواړي اسلام اباد کې د قايد اعظم پوهنتون د فزيک ملي مرکز د نوبل جايزې ګټونکي داکټر عبد السلام په نامه کړي. دی ۱۹۹۶ کې مړ شوی، او د قاديانۍ فرقې غړی و، چې پاکستان کې غیر مسلمان پېژندل شوي دي. د سکالرشپ يو پروګرام هم چې بهر کې به د ډاکټرۍ زده کړې پر مهال د کال پنځو فزيکپوهانو مالي ملاتړ کوي، د نوموړي په نامه به وي.