''۳۰۰ امریکايي پوځیان هلمند ته ځي''

د انځور حقوق Getty Images
Image caption دا درې سوه پوځيان د امريکايي ځواکونو د ورته شمېر نورو هغو ځاى ناستي کېږي چې د ماموريت دوره يې پوره شوې

د امريکا پوځ وايي، د افغانستان سوېل ته د پوځي سلاکارانو يوه درې سوه کسيزه ډله ورلېږي. د دغو امريکايي پوځيانو دنده ناجگړييزه نه ده، خو تر ډېره به افغان ځواکونو ته پر سلا مشورو ورټوله وي.

امريکايي رسنيو کې د خپرو شويو رپوټونو پر بنسټ، ټاکل شوې د امريکا سمندري ځواکونو دغه درې سوه کسيزه ډله راتلونکى پسرلى په افغانستان کې خپل ماموريت پيل کړي.

په افغانستان کې په ۲۰۱۴ کال کې د امريکا او ناټو له جګړييز ماموريت پای ته رسېدو نه وروسته دا دویم ځل دی چې امريکايي ځواکونه سويلي ولایت هلمند ته لېږل کېږي.

د افغانستان په سویل کې د د ۲۱۵ قول اردو ویاند محمد رسول ځاځی وايي، د امريکايي ځواکونو شتون او نوی ماموريت د دولت مخالفو وسله والو په ځپلو کې له افغان امنيتي ځواکونو سره د ملاتړ په برخه کې ګټور ثابتېدای شي

د امريکايي چارواکو په وينا دا پوځيان به د هلمند ولايت کې مېشت وي چې په دې وروستيو کې د طالبانو او افغان ځواکونو ترمنځ د درنو جگړو شاهد و.

د هلمند والي دغه ولایت ته د طالبانو مشرۍ لېږدېدل رد کړل

"د هلمند ناوې امنیه قومندان وژل شوی، ولسوالۍ طالبانو نیولې"

د انځور حقوق Getty Images
Image caption افغان امنیتي چارواکي هیله من دي، چې د امریکايي پوځیانو شتون له افغان ځواکونو ته د ملاتړ برخه کې ګټور ثابت شي

ياد امريکايي ځانگړي ځواکونه به تر ډېره د افغان پوځ ٢٠١٥ قول اردو او ٥٠٥ زون له پوليسو سره د سلا مشورو په چارو بوخت وي، خو ښايي په جگړو کې هم برخه واخلي.

ډگر جنرال راجر بي ترنر چې د دغه ماموريت مشري کوي، امريکايي رسنيو ته ويلي "دوى په هېڅ ډول دا ماموريت ساده او ناجگړييزه هغه نه بولي او د دوى په اند له خطره ډک ماموريت دى."

سمندري ځواکونو افغانستان ته د تازه دمو پوځيانو د لېږلو تابيا په تېر مني کې پيل کړې، خو اوس يې پخلى وشو.

په وروستيو کې جګپوړو افغان چارواکو ویلي، چې اوس د پاکستان پرتله په هلمند کې د ایران رول اندېښمن کړي دي.

د هلمند د امنيت شورا کميټې مشر بشير احمد شاکر په هلمند کې د سيمې هېوادونو لاسوهنې ته اشاره وکړه او ويې ویل چې له يوې غوڅې پرېکړې پرته یوازې د دغو ځواکونو په لېږلو سره د ده په وینا د هلمند ستونزه نه شي حل کېدای.

دا درې سوه پوځيان د امريکايي ځواکونو د ورته شمېر نورو هغو ځاى ناستي کېږي چې د ماموريت دوره يې پوره شوې، خو د دوى په ماموريتونو کې توپير دا په گوته شوى چې د پخوانيو هغو ناجگړييز او د اوسنيو هغو جگړييز دى.

٥٠ امريکايي پوځيان په تېر مني کې هلمند ته استول شوي چې دنده يې تر ډېره د افغان ځواکونو روزنه او په هلمند کې د هوايي اډې امنيت ساتنه ده.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption چارواکي وايي، دغه نوې ډله به د جگړې په ډگر کې د استخباراتي مالوماتو را ټولولو په برخه کې د افغان ځواکونو وړتيا ډېره کړي

د جنرال ترنر په وينا "هلمند ته لېږدېدونکي دغه نوي پوځيان وړ او تجربه لرونکي دي. افغانستان کې د روان ماموريت پېچلتيا ته او ارزښت ته په کتو دې ډلې ته له نورو پوځي څانگو لوړپوړي کسان گومارل شوي چې شا وخوا نيمايي يو ځل وړاندې په افغانستان کې دنده تر سره کړې ده."

دغه امريکايى جنرال زياتوي چې د ځانگړو ځواکونو دغه نوې ډله به د جگړې په ډگر کې د استخباراتي مالوماتو را ټولولو په برخه کې د افغان ځواکونو وړتيا ډېره کړي او همداراز به په کليدي برخو کې د چارو پر همغږۍ او د ننگونو او وړتيا و ترمنځ د شته واټن پر له منځه وړولو غور وکړي.

د غوڅ ملاتړ ماموريت په نوم په افغانستان کې میشتو نړيوالو ځواکونو بي بي سي ته ویلي چې هلمند ته د دغو ځواکونو لېږل یو طبيعي بهیر او له افغانانو سره مرستو ته د ژمنتیا ښکارندويي کوي.

د دې پوښتنې په ځواب کې چې لکه څنګه افغان چارواکي وايي، دغه ځواکونه په هلمند کې د ایران هېواد فعالیتونو د مخنيوي لپاره لېږل شوي؟

افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو د پریکنده ملاتړ ماموریت بي بي سي ته ویلي دغه سمندري ځواکونه د افغان دولت او امنيتي ځواکونو په ملاتړ هلته میشتيږي او ماموريت یې د دغه هېواد په سویل کې د افغان ځواکونو کلیدي مشرانو ته مشوره ورکول، د هغوی روزل او مرسته کول دي.

په افغانستان کې اوسمهال شاوخوا ٨٤٠٠ پوځيان مېشت دي چې دا شمېر ښايي د امريکا د نوي ټاکل شوي ولسمشر ډونالډ ټرمپ له لوړې وروسته بدلون ومومي.

اړونده مطالب