اسراییلي پوځیان د نجونو په ' منګولو ' کې

د انځور حقوق IDF
Image caption پوځ د هکرانو او پوځیانو تر منځ د تبادله شویو پیغامونو تصویرونه خپاره کړي دي

اسراییلي پوځ ویلي د حماس وسله والو هغه پلان یې معلوم کړی، چې د ټولنیزو رسنیو له لارې له ښځینه نومونو سره د دوی د سرتېرو ګرځنده ټیلیفونو ته لاسرسی مومي او هک کوي یې.

ویل کېږي لسګونه سرتېري هڅول شوي، یو داسې "اپ " خپلو ټیلیفونونو ته ډاونلوډ کړي، چې له لارې یې د ټیلیفون سپیکر او کمره کنترولېږي.

خو چارواکي وايي، حماس وسله وال نه دی توانېدلي، چې کوم رازونه تر لاسه کړي.

د دوی په خبره دغه ډېری افسران ټیټ پوړي دي او وايي حماس د غزې په شاوخوا کې د اسراییلي پوځ تمریناتو، کچې او وسلو په اړه د معلوماتو تر لاسه کولو ته لیوال وو.

دغه اسراییلی افسر چې نوم یې نه دی یاد شوی وايي، د پلان لپاره کاروول شوي تصویرونه اصلي دي، چې په وینا یې پر ټولنیزو رسنیو د یو شمېر ښځو له پاڼو غلا شوي وو.

اسراییل کې یو سرتېری د یوه فلسطیني پر وژنې مجرم ګڼل شوی

د جعلي خبرونو له امله د پاکستان دفاع وزیر اسراییل په اټومبم وګواښه

په هغه خبري غونډه کې چې په دې اړه وشوه، یو شمېر هغه تصویرونه او له مینې ډک پیغامونه خبریالانو ته وښوول شول، چې سرتېرو ته لېږل شوي وو. په یوه پیغام کې لیکل شوي:

''یوه ثانیه، زما ګرانه، زه به درته خپل تصویر ولېږم. ''

له هغه وروسته سرتېری په خندا ځواب ورکوي، سمه ده، خو په ورته مهال یې پر ټیلیفون د یوې ښځې تصویر څرګندېږي او ورسره یوه پیغام کې لیکل شوي:

'' یو اسان اپلیکیشن لینک درته استوم، خپل موبایل ته یې کښته کړئ، چې وکولای شو ویډیويي خبرې اترې وکړو. ''

د انځور حقوق IDF
Image caption سرتېرو ته د داسې سوفټ ویر لینک استول شوی، چې له لارې یې د ټیلیفون سپیکر او کمره کنترولېږي

ویل کېږي همدا هغه سوفټ ویر ' پوست کالی ' دی، چې د پیغام لېږونکي ته د سرتېري د موبایل کنترول پر لاس ورکوي.

د اسراییلي پوځ خوندیتوب څانګې په خبره دوی دغه پلان له هغه وروسته افشا کړ، چې یو شمېر سرتېرو ورته شکایت وکړ، چې ځینې ښځې ورته پیغامونو کې د سوفټویر کښته کولو وايي او بیا غلې شي.

د ایسوشیټیډ پریس په رپوټ کې د نوموړي افسر له قوله ویل شوي:

تر اوسه دغه زیان لږ تر لږه دی، خو دې سره کېدای شوای لوی ویجاړی شوی وای او موږ غواړو مخه یې ونیسو.

حماس تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي.