چین کې د چاپیریال ساتنې ځواک
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د چین چارواکي د چاپیریال ساتنې ځواک جوړوي

د چين په پلازمېنه بېجينگ کې چارواکي د چاپېريالي پوليس یو ځواک جوړوي چې دغلته د ککړې هوا غم وخوري. دغه کار ښاروالۍ پیل کړی دی. دا نوى ځواک به له کورونو دباندې د غوښو ورېتول او د خځلو سوځول نه پرېږدي او د نورو لوگيو مخه به هم نيسي، خو کارخانې او د موټرو لوگي دي چې د چين ډېر ښارونه يې ککړ کړي دي. د يوه چينايي ښار کيسه لرو.