ولې موږ ښځې مرګونې کیسې پټې ساتو؟

Image caption زه له تېرو ډېرو کلونو راهیسې د یوې خبریالې په توګه کار کوم او هغه موضوع پر ما ډېره نښلي چې ښځینه اړخ په کې وي.

دا به سمه نه وي چې موږ دې په هره خبره کې ښځې له نارینه جلا کړو او یا یې پرتلنه وکړو.

دود داسې شوی چې موږ د خپل بام واورې ډیر ځله پر نورو ورغورځوو. ښځه په دې نوم بې وزلې یادوو چې ګواکې د ټولنې دواک لویه برخه سړي دي.

ښايي ډېر داسې هم وي چې ښځې دا ډول ولکه او بې ژبې ساتل شوې، خو داسې ساده خبرې هم شته چې موږ پرې د ښځو د ملامتۍ نوم هم اېښودلی شو.

زه له تېرو ډېرو کلونو راهیسې د یوې خبریالې په توګه کار کوم او هغه موضوع پر ما ډېره نښلي چې ښځینه اړخ په کې وي.

وروستی یو رپوټ مې افغانستان کې د سرطان د ناروغۍ په تړاو و چې دغه هېواد کې یې ګواښ لا ډېر شوی، په ځانګړي ډول ښځو کې دسینې سرطان.

یو اړخیز ارزښتونه

ته نجلۍ یې، خو کمزوري نه یې

دروغتیا وزیر راته وویل، اوس یې دې ناروغۍ ته د درملنې لارې، چارې موندلې او په دې خوارۍ دي چې په کور دننه او بهر کې د تشخیص او درملنې شونتیا ډيره کړي.

د کابل په جمهوریت روغتون کې د سرطاني ناروغیو د درملنې یوې څانګې ته ورغلم او هغه رنځېدلې میرمنې مې وموندلې چې د سینې سرطان یې روغتیا ګواښلې.

ما په دوی کې تر ډېره د پاخه عمر ښځې ولېدې.

هغوی خپل کړاو راسره شریک کړ. ډېرو همدا خبره کوله تر هغې چې دغې ناروغۍ په مرګونې ډول نه وې ګواښلې سر یې تر روغتونه نه و راوتلی.

ما وانګېرله چې د هغو ښځو شمېر به لا زیات وي چې د سینې په سرطان اخته وي خو نه به وايي چې درد یې له څه دی.

دروغتیا وزیر راته ویلي و په کال کې ۳۵۰۰ ښځې دغه ناروغۍ لاندې کوي او ۱۷۰۰ یې مري، دا هغه خبره ده چې دا د ښځو د مړیني دویم لوی لامل دی.

دا خو یوازې ثبت شوې شمېرې دي، ښايي دا شمېره لوړه وي.

Image caption دا به لږ ومني چې زموږ دروغتیا حال شریکول اړین کار دی

هغوی چې لا ډاکټر ته د خپلې ناروغۍ کیسه په ډاډه زړه نه شي کولی او نه هم د کورنۍ غړو ته د خپلې روغتیا بربنډه خبره کوي ځوانې میندې خو بیخي دې ته جوړې نه دي چې د خپل وجود د ښې اوبدې ورځې کیسه دې ان له خپل خاوند سره شریکه کړي.

همداسې مې په کابل کې په نشه یې توکو د روږدو ښځو له یوه مرکزه لیدنه کوله، له ټول افغانستانه ایله ۳۰ ښځې او ماشومان دغلته تر درملنې لاندې و.

ما په دې تړاو خورا لوړې شمیرې اوریدلې، چې افغانې ښځې په نشه یې توکو روږدې دي، هغوی چې له ایران او پاکستانه ستنې شوې کورنۍ دي، په دوی کې دغه بدي تر نورو ډېره ده.

ښه! نو خبرې شته او خبرې پرې نه کوو.

د خپلې روغتیا حال احوال هم تر ګوره پټ ساتو دا نو د ژوند ډېره مرموزه لاره ده چې موږ پرې روان یو.

Image caption دا به سمه نه وي چې موږ دې په هره خبره کې ښځې له نارینه جلا کړو او یا یې پرتلنه وکړو.

ډاکټران وايي، تر هغه چې کورنۍ کې ښځې دا جراات ونه کړي چې خپلې روغتیايي ستونزې له خپلو نږدې کسانو سره شریکې کړي او یا هم نارینه دې ته لاره جوړه نه کړي چې په ډاډه خپلې میرمنې وپوښتي او لږ تر لږه په درو میاشتو کې یې یو وار د روغتیا ډاډ ترلاسه نه کړي، زموږ د ټولنې رنځورې ښځې به په وړه ناروغۍ مري او حتمي ده چې ماشومان به مو له دغه حالته خورا اغیزمن وي.

دا به لږ ومني چې زموږ دروغتیا حال شریکول اړین کار دی خو ښايي ډیر به دا درد وګوري چې له بې ځایه پټ پټوني د کورنیو د سر ښځې د مسولیت پرځای د ناروغۍ پر بستر پریوځي.

اړونده مطالب