ترکیې یونان ته د اوښتو کډوالو بېرته منلو له هوکړې د لاس پر سر کېدو ګواښ کړی

د انځور حقوق AFP
Image caption یونان محکمې قاضي په خبره ګرانه ښکاري، چې دغه پوځیان به ترکیې کې په شفاف ډول محاکمه شي

ترکیې له اروپايي ټولنې سره د هغو کډوالو بېرته منلو له هوکړې د لاسر پر سر کېدو ګواښ کړی، چې یونان ته تېر شي. ترک چارواکي د یونان سترې محکمې د هغې پرېکړې له کبله ناراض دي، چې د جولای میاشتې له ناکامې کودتا وروسته یونان ته تښتېدلو پوځیانو سپارل یې رد کړي.

یونان سترې محکمې پرېکړه کړې، چې دغه پوځیان باید بېرته ترکیې ته و نه سپارل شي.

یونان محکمې ترکیې ته د تښتېدلو پوځیانو سپارل رد کړي

اردګان له قبرص نه د ټولو ترکي پوځونو وتل رد کړي

د ترکیې بهرنیو چارو وزیر مولود کاویوسوګلو دغه پرېکړه ' یوه سیاسي پرېکړه ' بللې او د دویم ځلې محاکمې غوښتنه یې کړې.

بل لور ته د اروپايي اتحادیې یوې ویاندې ویلي، دوی په دې باور دي، چې د کډوالو اړوند پرېکړه به پر ځای پاتې شي.

ترکیې کې د جولای میاشتې له ناکامې کودتا وروسته د بېلو پوځي منصبونو درلودونکي اته پوځي افسران په چورلکه کې یونان ته تښتېدلي وو.

پر دوی تور دی، چې ګواکې کودتا کې یې مهم رول درلود او له هغې ډلې سره یې اړیکي درلودل، چې غوښتل یې ولسمشر رجب طیب اردګان ووژني.

خو دغه پوځیان وايي، دوی کودتا کې ښکېل نه وو او دا چې که بېرته ترکیې ته وسپارل شي، ژوند به یې له خطر سره مخامخ شي. د یونان محکمې قاضي ویلي ګرانه ښکاري، چې دغه پوځیان به ترکیې کې په شفاف ډول محاکمه شي.

خو ښاغلی مولود دغه پوځیان خاینان بولي. دولتي ټلویزیون سره خبرو کې نوموړي ویلي:

''موږ د دغو اتو پوځیانو د بیا محکمې غوښتنه کړې، دا یوه سیاسي پرېکړه ده، یونان هغه کسان ساتي او کوربتوب یې کوي، چې د کودتا دسیسه یې جوړه کړې وه. ''

د انځور حقوق Reuters
Image caption د کډوالو اړوند هوکړې له کبله اروپا ته د تلونکو کډوالو شمېر لږ شوی

د هغې هوکړې له مخې، چې د تېر کال مارچ کې پلي شوه، ترکیه هغه کډوال بېرته مني، چې یونان ته له رسېدو وروسته و نه منل شي او د پناه لپاره غوښتلیک وړاندې نه کړي. اوس ترکیې ګواښ کړی، چې دغه هوکړه کې برخه اخیستل به پرېږدي.

خو د اروپايي ټولنې ویاندې په خبره دوی په دې باور دي، چې ترکیه به د کډوالو موضوع کې له دوی سره همکاري روانه وساتي.

شنونکي په دې باور دي، چې د دغې موضوع له کبله د ترکیې او یونان اړیکي خړپړ کېدای شي، چې له دې مخکې ۱۹۹۶ کال کې د ځمکنیو شخړو او وېشلي قبرص پر سر خپل منځي جګړې ته رسېدلي وو.

اړونده مطالب