" زمبابوی ته سفر د افغان لوبغاړو لپاره ښه تجربه ده"
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

" زمبابوی ته سفر د افغان لوبغاړو لپاره ښه تجربه ده"

د افغانستان کرېکټ بورډ پرمختیايي لوبډله زمبابوې ته د پنځو یو ورځنیو لوبو د سیالي لپاره ورغلې. هلته به د زمبابوې له الف لوبډلې سره لوبې وکړي. نن یې لومړۍ لوبه د باران له امله په یو څه ځنډ پیل شوه. لومړی توپ وهنه د زمبابوې لوبډلې وکړه او ټوله لوبډله یې په ۱۲۶ منډو وسوځېده. په ځنډ د پیل له امله لوبه د ۵۰ پر ځای د ۲۸ اورونو ده. د افغان کرېکټ بورډ پرمختیايي لوبډلې روزونکي رئيس احمدزي بي بي سي پښتو ټلویزیزون ته وویل دا به یې لوبغاړو ته د چمتووالي یوه ښه تجربه وي.