'نجونې د هلکانو پرتله ان له ډېر کم عمره پر خپلې وړتیا او پوهې شک کوي'

د انځور حقوق Thinkstock
Image caption .

امریکا کې د څېړونکو یوه ډله وایي، نجونې د هلکانو پرتله ان له ډېر کم عمره پر خپلې وړتیا او پوهې شک کوي او ځان ورته د هلکانو پرتله کم هوښیار ښکاري.

په دغه څېړنه کې ۴۰۰ ماشومانو ګډون کړی او په 'ساینس ژورنال ' کې خپره شوې ده.

څېړونکي وایي، په کم عمرۍ کې دغه ډول احساس کولای شي راتلونکي کې د نجونو او مېرمنو د مسلکي پرمختګ او فکري ودې مخه ونیسي.

په دغه څېړنه کې د نیویارک، پرنسټن او ایلي نویز پوهنتونونو څېړونکو ګډون کړی.

دوی وایي، ډېری هغه خبرې چې نجونې یې په کور یا ښوونځي کې اوري، د دوی پر روان اغېز کوي.

مثلاً دا خبره چې نجونې د هلکانو هومره تکړه یا هوښیارې نه دي.

څېړونکي وایي دا ډول فکر او باور د دې سبب کېږي چې نجونې پر خپلو وړتیاو شک وکړي. همدا شکونه د دوی جرات کموي او په راتلونکې کې یې د پرمختګ او بریا مخه نیسي.

په دې منفي اغېز کې رسنۍ، ښوونکي، مور او پلار او نور ماشومان ډېر لاس لري.

د څېړنې پر وخت یوه ډېره ساده ذهني ازموینه شوې.

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
کونړ کې د نجونو زده کړې پرمختيا

څېړونکي ماشومانو ته د یوه داسې کس کېسه کوي چې ډېر هوښیار دی.

خو دا نه ده مالومه چې دا کس هلک دی او که نجلۍ. د کېسې له اورېدو وروسته دوی ته د څلورو ماشومانو تصویرونه ښودل کېږي. دوه هلکان او دوې نجونې.

له ناستو ماشومانو پوښتنه کېږي چې په دغه تصویرونو کې به هغه هوښیار ماشوم کوم یو وي.

د شپږ کلنو ماشومانو په ډله کې ولیدل شول، چې هلکانو تل د یوه هلک پر تصویر لاس اېښود، خو د حیرانۍ خبره دا وه چې نجونو به هم ډېری وخت د هلک تصویر ته ګوته نیوله.

یعنی دوی په دې کوچني عمر کې هم داسې احساس نه کاوه چې یوه نجلۍ دې هوښیاره وي.

د دې څېړنې یو برخوال پروفیسور اندرې سیپیان بي بي سي ته وویل، له پایلو څرګندیږي چې ځیني کلتوري باورونه په نجونو کې د دا ډول چلند لامل کېږي.

مثلاً دا عقیده چې هلکان یا سړي د نجونو یا مېرمنو پرتله ډېر هوښیار وي.

د انځور حقوق Thinkstock
Image caption .

پروفیسور سیپیان وایي، دا خبره د اندېښنې وړ ده، ځکه که یوه نجلۍ آن له شپږ کلنۍ راهیسې بې جراًته وي، نو بیا ورته پاتې ژوند کې پرمختګ ډېر ګران کار دی.

د پروفیسو سیپیان په یوه بله تجربه کې د یوې دندې اعلان خپور شوی.

په اړونده مالوماتو کې ویل شوي، د دغې دندې ترلاسه کولو لپاره ستاسې د پوهنتون اسناد او نمرې مهمې نه دي، مهمه دا ده چې تاسې باید څیرک و اوسئ او دا وړتیا ولرئ چې په سملاسي توګه یوې پېچلې ستونزې ته حل پيدا کړئ.

پروفیسور سیپیان وایي، حیران شو چې څومره کمو نجونو د دې پوست لپاره خپل نومونه ثبت کړي وو، یعنی یو ځل بیا څرګنده شوه چې دوی په ځان کې هغسې ځیرکتیا او ذهني وده نه ویني، لکه په نارینه وو کې چې ورته ښکاري.

د څېړنې یوه بله برخواله ډاکټره لېن وایی، ښوونکي او د ماشومانو مور او پلار باید پر زحمت او سخت کار ټینګار وکړي.

ماشومانو ته باید توصیه وشي چې په ژوند کې زحمت وباسي او که تل همت کوي، هر څه ترلاسه کولای شي. ډاکټر لېن وایي، نجونې په خاصه توګه دې پیغام ته ډېره اړتیا لري.

نجونې باید دا ومني چې زحمت په ژوند کې د بریا کیلي ده.