د سولې خبرې ښايي د کابل برید بل قرباني وي
- یما بارز
- بي بي سي
نيويارک ټايمز:
د کابل وروستي برید ځای.
نيويارک ټايمز په کابل کې شوي وروستي موټر بم بريد ته په اشاره وايي له طالبانو سره د سولې خبرې اترې ښايي د دغه بريد يو بل قرباني وي.
ورځپاڼه وايي افغان حکومت او بهرنيو استازوليو له تېرو څو اوونيو راهيسې د يوه کنفرانس لپاره تابيا کوله چې ټاکل شوې وه د روانې ميلادي مياشتې پر شپږمې نېټې کابل کې جوړ او د افغان جگړې په تړاو خبرې اترې وکړي.
د ورځپاڼې په وينا پلان دا و چې ولسمشر غني په دې ناسته کې ووايي حکومت يې دې نظر ته ژمن دى چې د سولې خبرو اترو ته اړتيا ده او په دې لړ کې د نړېوال ملاتړ را ماتولو هڅه وکړي.
له دغې ناستې موخه د افغانانو له لوري د ټولو سيمه ييزو او سياسي لوبغاړو يوه دريځ ته راوستل و.
خو د ورځپاڼې په وينا دغه بريد پر دغو هڅو اوس يو ډول سيورى غوړولى.
د ولسمشر غني نژدې همکاران بيا وايي چې ولسمشر د کنفرانس جوړولو ته ژمن دى، ان که دا په دې مانا هم وي چې ځينې بهرني شخصيتونه د ويډيويي اړيکې له لارې کنفرانس کې برخه واخلي.
ټايمز:
د کابل وروستي برید کې تر ۹۰ پورې کسان وژل شوي او تر ۵۰۰ ټپیان دي.
ټايمز مجلې "د افغانستان لومړۍ کرښه" تر سرليک لاندې يو مطلب کښلى چې په کابل کې وروستي بريد ته په کتنه پيلېږي او وايي، دا د يوې توندېدونکې جگړې يادگيرنه وه.
دغه بريد د ولسمشر غني پر هغه وينا خونړى مهر ولگاوه چې يادې مجلې ته يې څو اوونۍ وړاندې ويلي و "افغانستان د جگړې لومړنۍ کرښه ده."
ټايمز له ولسمشر غني سره د خپلې مرکې يادونه کوي او وايي نوموړى د امان الله خان د کار ميز ترشاه ناست و او ویې ويل دا ميز هره ورځ ورته دا په زړه کوي چې د دوام او بدلون مديرت او د دواړو ترمنځ سم انډول بايد وموندل شي.
ولسمشر غني مجلې ته ويلي امريکا موږ ته شاه نشي اړولی. امريکايي ماليه ورکونکي بايد دا په زړه کړي چې اوسامه بن لادن په يوازې سر څه وکړل، او که د افغانستان دريمه برخه، يا نيمايي او يا ټول خداى مکړه د نړېوالې ترهگرۍ په مرکز بدل شي نو امريکايان به هېڅ نه وي خوندي.
هندوستان ټايمز:
هندوستان ټايمز د هند او افغانستان ترمنځ د بار وړونکو الوتکو الوتنې پيلېدا خبر ورکړى.
ورځپاڼه وايي په افغان سوداگرييزو توکو بار لومړۍ الوتکه به د جون پر ١٥ نېټه د پلازمېنې ډيلي په تکل والوزي.
د هند او افغانستان ترمنځ د هوايي دهليز طرحه تېر کال ولسمشر غني وړاندې کړه.
د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداگرۍ کچه ٣٥٠ ميليارډ ډالر اټکل شوې چې افغان او هندي چارواکو يې يو ميليارډ ډالرو ته د پورته کولو هوډ کړى.
له ډېر وخت راهیسې افغان سوداګرو هیله درلوده چې له هند سره هوايي سوداګري وشي، ځکه دوی وايي، چې کله یې پاکستان ته د حاصلاتو وړلو وخت وي، نو اسلام اباد لار ې وتړي.