د پکتیا جاني خېل ولسوالۍ د سقوط په اړه ضد او نقیض خبرونه

طالبان

د عکس سرچینه، AFP/Getty Images

د عکس تشریح،

طالبان وايي، د جاني خېلو له نیولو وروسته یې پر نورو امنیتي پوستو تعرضي بریدونه پیل کړي

په داسې حال کې چې وسله وال طالبان د پکتیا جاني خېل ولسوالۍ د نیولو ادعا کوي، د پکتیا ولایتي شورا هم دا خبر تاییدوي، خو د دغه ولایت امنیه قومندان دا خبر ردوي.

وسله وال طالبان وايي، د پکتیا جاني خېل ولسوالي یې نیولې ده.

که څه هم د پکتیا امنیه قومندان دا خبر ردوي، خو د ولایتي شورا یو غړی تاج محمد منګل وايي، طالبانو ولسوالي نیولې ده.

نوموړي له بي بي سي سره په خبرو کې وویل، افغان امنیتي ځواکونو نژدې یو کیلومتر له ولسوالۍ شاتګ کړی دی:

"شاتګ د دې لپاره شوی چې له افغان ځواکونو سره هوايي مرسته وشي او پر وسلوالو د بمبار پر مهال دوی ته مرګ ژوبله وانه وړي، خو تراوسه هوايي عملیات نه دي شوي".

د هغه په خبره، په نښتو کې دوه سرحدي پولیس وژل شوي او شپږ ټپیان دي.

په ورته مهال، د پکتیا امنیه قومندان مل پاسوال توریالی عبدیاني دا خبره نه مني چې ګویا ولسوالي طالبانو نیولې ده، خو وايي هلته سخته جګړه روانه ده.

" جګړه روانه ده، زموږ ځواکونه مقاومت وي، مرستندوی ځواکونه هم سیمې ته رسېدلي دي، ناټو ځواکونه هم مرسته کوي"

د نوموړي په خبره، په دې جګړه کې شل طالبان وژل شوي او لس ټپیان دي.

"زموږ درې سرتېري ټپیان شوي دي".

د کورنیو چارو وزارت بیا د ټولې ولسوالۍ سقوط رد کړی دی.

د دغه وزارت ویاند ویلي، افغان امنیتي ځواکونه د جاني خیلو ولسوالۍ پر دوو حاکمو سیمو ولکه لري او هڅه کوي چې طالبان په شا و تمبوي.

لیدلي کتلي څه وايي؟

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح،

د پکتیا جاني خېل ولسوالۍ له ډیورنډ کرښې سره پرته ده.

د جاني خېل ولسوالۍ یو کس بي بي سي ته له نوموښودنې پرته ویلي، چې ولسوالي د طالبانو په لاس کې ده.

د نوموړي په خبره، سهار طالبان ولسوالۍ ته ننوتل او افغان امنیتي ځواکونه ترې ووتل.

وسلوال طالبان د پکتیا د جاني خېل ولسوالۍ د نیولو خبره په داسې مهال کوي، چې وړمه ورځ هم دې ډلې په غور او فاریب ولایتونو کې د دوو ولسوالیو مرکزونه ونیول.

د غور ځایي چارواکو هم د یکشنبې په ورځ ومنله چې د تیوري ولسوالي د طالبانو لاس ته لوېدلې.

په ورته مهال فاریاب کې هم لولاش ولسوالي د طالبانو لاس ته لوېدلې ده.

د فاریاب د پولیسو ویاند عبدالکریم یورش بي بي سي ته وویل، د طالبانو د پراخو بریدونو پایله کې افغان امنیتي ځواکونه د یکشبنې (زمری لومړۍ) په ګهیځ د ولسوالۍ له مرکزه شاتګ وکړ.