د کلیو پراختیا وزارت پر کوچیانو لمریز یخچالونه وېشي
د افغانستان د کلیو او پراختیا وزارت وايي، په یو شمېر ولایتونو کې به کوچیانو ته د دوی د حیواني محصولاتو د خوندیتابه په پار لمریز یخچالونه ور کړي.
د کلیو پراختیا وزارت ویاند اکبر رستمي بي بي سي پښتو ویبپاڼې ته وویل، شنبه د جولای ۲۹مه به د افغانستان د څلورو ولایتونو ۱۵۰ کوچيانو ته لمریز یخچالونه ور کړل شي:
" په مرکز او لایتونو کې کوچیان ډېر لبنیات تولیدوي. د دوی د محصولاتو د صحي او خوندي ساتلو لپاره تخنیکي وسایلو ته اړتیا ده، نو ځکه له همدې امله موږ لمریز یخچالونه ور کوو. "
د اسراییلي حکومت پرضد د عرب کوچیانو لاریون
پوهنې وزارت کوچیانو ته ''ګرځنده زده کړې'' برابروي
د کوچي زده کوونکو ۳۷ سلنه نجونې دي
د نوموړي په خبره، د مرستو له دې کڅوړې به دمګړۍ د ننګرهار، پروان، هرات او بلخ ولایتونو کوچیان برخمن شي، خو په ټوله کې به له دغه پروګرامه شاوخوا ۲۰۰۰ کورنۍ نېغه او نانېغه ګټه واخلي.
د ښاغلي رستمي په خبره، د کلیو پراختیا وزارت پلان لري کوچیانو ته د څښاک د پاکو اوبو اسانتیا هم رامنځ ته کړي: " په تېرو څو کلونو کې د کلیو او پراختیا وزارت د کوچیانو لپاره په ۲۵ ولایتونو کې ۶۵۰ ژورې څاګانې وهلي او دا لړۍ روانه ده. "
په افغانستان کې د کوچیانو پر کره شمېر دولت او کوچیان یوه خوله نه دي. دولت وايي، کوچیان یې یو نیم میلیون دي، خو کوچیان وايي، د سرونو شمېر یې پنځه میلیونو ته رسي.
د دوی د زده کړو بهیر پېړۍ وړاندې شروع شوی خو لا هم په کوچیانو کې د لوستو کسانو شمېر له هېڅ سره برابر دی.
هغه کوچیان چې ژمی یو ځای او اوړی بل ځای ژوند کوي، دولت یې د ماشومانو د زدکړو لپاره ۱۵۸ لومړني ښوونځي لري، خو کیفیت یې دومره ټیټ دی له نورو سره نه شي پرتله کېدای.
