روسیه وروسته له۷۰ کلونو ښځینه پیلوټانې روزي
په دوهمه نړیواله جګړه کې روسۍ ښځینه پیلوټانو ته به یې "د سټالین بازانې"ویلې. د جرمني سرتېرو به بیا "د شپې شیشکې"بللې.
له دوهمې نړیوالې جګړې وروسته دا لومړی ځل دی چې روسیه غواړي د هوايي ځواک لپاره ښځینه پیلوټانې د جنګي الوتکو لپاره وروزي.
د روسیې د دفاع وزیر سېرګې شویګو وایي، وروسته له دې چې یې د سلګونو ښځينه مینه والو لیکونه ترلاسه کړل چې هوايي ځواک کې یې ګډون ته لېوالتیا ښودلې، دوی یې د منلو پرېکړه وکړه .
د ښاغلي شویګو په وینا،په لومړۍ ډله کې به ۱۵ ښځینه وي چې د اکتوبر په میاشت کې یې روزنه پیل کېږي.
په دوهمه نړیواله جګړه کې روسۍ ښځینه پیلوټانو ته به یې "د سټالین بازانې"ویلې. د جرمني سرتېرو به بیا "د شپې شیشکې"بللې.
دا پرېکړه په دې مانا ده چې یوه ورځ به ښځینه روسۍ پیلوټانې د الوتکو په نندارې هم ګډون وکړي.
د ښځینه پیلوټانو دغه نوی نسل به د روسیې په سویل کې کرسنودار پوځي اډه وروزلې شي.
د روسیې دولتي خبري اژانس تاس وايي، دغې اکاډیمۍ له ۲۰۰۹ کاله راهیسې ښځینه ګومارلې خو د پیلوتۍ د روزنې لپاره نه.