د چین ولسمشر: کوریا ټاپووزمه کې ثبات، د ټولو په ګټه دی
روسیې هم د شمالي کوریا او امریکا ترمنځ د ګواښونو پر توندوالي اندېښنه ښوولې ده.
د چین دولتي ټلوېزیون وايي، د دغه هېواد ولسمشر شي جین پینګ له خپل امریکايي سیال سره په ټیلیفوني خبرو کې ویلي، د شمالي کوریا کړکېچ ته مناسبه حللاره پکار ده.
د چین تلوېزیون زیاته کړې، د دغه هېواد ولسمشر په ښکېلو اړخونو د زغم غږ کړی دی.
روسیې هم د شمالي کوریا او امریکا ترمنځ د ګواښونو پر توندوالي اندېښنه ښوولې ده.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف وویل، هېواد یې د شمالي کوریا د ګواښونو کنټرول په پار له چین سره ګډه طرحه چمتو کړې ده.
د جرمني لومړۍ وزېرې انګیلا ميرکل هم ویلي، د شمالي کوریا کړکېچ نظامي حل نه لري.
دا په داسې حال کې ده چې ډونلډ ټرمپ د شمالي کوریا پر رهبر خپلو لفظي ګوزارونو ته زور ور کړی او هیله یې ښودلې چې د شمالي کوریا رهبر د وضعیت نازک والي ته ځير شي.
ښاغلي ټرمپ تېره ورځ ویلي و، د شمالي کوریا د احتمالي بریدونو پر وړاندې د امریکا نظامي طرحه چمتو شوې ده.
شمالي کوریا اونۍ وړاندې څرګنده کړې وه چې پر ګوام یې د برید طرحه ارزولي او په راتلونکو ورځو کې به بشپړه شي.
خو ښاغلي ټرمپ ویلي، د ګوام امنیت خوندي دی.