"افغان او پاکستاني چارواکو د ډیورنډ کرښې د امنیت ښه والي لپاره پر یوه کړنلاره هوکړه کړې"

ډان:

د انځور حقوق Getty Images

پاکستانۍ ورځپاڼه ډان لیکي چې افغان او پاکستاني چارواکو پر ډیورنډ کرښه د امنیت د ښه کولو لپاره پر یوه کړنلاره هوکړه کړې ده.

ورځپاڼه زیاتوي په کابل کې د هوکړې له مخې دواړو لوریو ژمنه کړې چې په امنیتي برخه کې به همکاري پراخوي.

ورځپاڼه زیاتوي دغه راز په غونډه کې د ترهګرو د تګ راتګ، د راکټي بریدونو، له ترهګرۍ سره د مبارزې او د زندانیانو د تبادلې په اړه خبرې شوې دي.

ډان لیکي دغه شپږ کسیزه پلاوي په یوه بله درې اړخیزه غونډه کې چې امریکايي چارواکي پکې برخه لرله هم ګډون کړی.

نیویارک ټایمز:

امریکايۍ ورځپاڼه نیویارک ټایمز لیکي چې د خیریه کارکوونکي فنلډۍ میرمنې د را خوشي کولو په بدل کې تښتوونکو ته پيسې نه دي ور کول شوې.

ورځپاڼې د دغه هېواد د بهرنیو چارو د وزیر هغه خبره را اخیستې چې ویلي یې دي: "تښتوونکو ته مو پيسې نه دي ور کړې او نه به یې ور کړو".

د نوموړي په باور، که داسې وشي نو تښتوونکي به لا وهڅول شي.

دغه میرمن په کابل کې په تېره مۍ میاشت تښتول شوې وه.

نیویارک ټایمز ورځپاڼه دغه راز لیکي چې د پاکستان د کورنیو چارو وزارت دا منلې چې د بې پولې ډاکټرانو موسسې ته یې ویلي، په کرمه ایجنسۍ کې خپل روغتیايي خدمات پای ته ورسوي.

د چارواکو په خبره، د دغه بنسټ د کار د جواز موده لا دوه کاله وړاندې پای ته رسیدلې وه.

د بې پولې ډاکټرانو موسسې ویلي دوی لا پخوا یې د جواز د تمدید غوښتنه کړې خو رد شوې ده او د نه تمدید دلیل یې هم نه دی په ډاګه شوی.

نیویارک ټایمز لیکي له څو کلونو راهیسې د پاکستان د حکومت او بهرنیو موسسو ترمنځ اړیکي ښه نه دي.

د حکومت له خوا د دغو موسسو پر کارکوونکو او پر بهرنیو ډيپلوماټانو یو لړ محدودیتونه لګول شوي دي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption بي پولې ډاکټران له لسو کلونو راهیسې کورمه کې فعال دي.

پیپل:

چینايي ورځپاڼه پیپل لیکي، هغه څلور افغان ماشومان به هم ژر خپلو کورونو ته ستانه شي چې د چین په اورمچي کې یې د زړه د ناروغۍ درملنه کېږي.

د دې ډلې ۱۷ نور ماشومان لا له وړاندې خپلو کورونو ته ستانه شوي دي.

پيپل زیاتوي د چین حکومت به د یو کمربند یوې لارې د لویې پروژې د بشري مرستو په برخه کې نور افغان ماشومان هم د ورته ناروغۍ د درمنلې لپاره چین ته ور وغواړي.

ګارډین برتانوۍ ورځپاڼې لیکلي چې د شمالي کوریا مشر کیم جون اونګ ګواښ کړی چې د یوه اتومي برید په کولو سره به جاپان په سمندر کې ډوب کړي او امریکا به لکه د لیوني سپي په څیر د مرګ تر پولې ورسوي.

ورځپاڼه لیکي دغه ګواښ وروسته له هغه کیږي چې جاپان او امریکا د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پریکړې له مخې پر شمالي کوریا د نورو بندیزونو د لګولو کلک ملاتړ وکړ.

الحیات:

له لندن خپریدونکې ورځپاڼه الحیات لیکي چې د تونس د وزیرانو شورا هغه مصوبه لغوه اعلانه کړې چې له مخې یې تونسي مېرمنو له نامسلمانو سره واده نه شو کولی.

دا پریکړه د تونس حکومت په ۱۹۷۳ کال کې کړې وه.

الحیات د تونس د حکومت ویاندې سعیده قراش هغه ټویټ هم را اخیستی چې وايي تونسي میرمنو ته دې د خپل ژوند د ملګري د غوره کولو حق تر لاسه کول مبارک وي.

له دې وړاندې د تونس د ولسمشر الباجي القاید السبسي هغه وړاندیز پراخ غبرګونونه را وپارول چې ویل یې میرمنو ته دې په میراث کې د نارینه سره برابر حق ورکړل شي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption تونس کې مېرمنې د ښځو نړیواله ورځ لمانځي.