کندهار: ډله ییز برید کې ۴۳ سرتېري وژل شوي

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
په کندهار کې دا پنځم وینلړلی برید دی چې په دوو میاشتو کې کېږي او په ټولو کې نښه لوی پوځي مرکزونه وو

نور اته څلوېښت ساعته او نور نژدې همدغومره یوځایي مړي، دا ځل په کندهار کې. د ګردېز په ویجاړوونکي برید پسې بېخي لنډ.

په دواړو کې طالبانو هماغه یو تکتیک کارولی، له حکومته نیولي څو زغره وال جنګي ګاډي له چاودېدونکو موادو ډکول او وار په وار د خپل برید په سیمه کې چول.

په کندهار کې دا پنځم وینلړلی برید دی چې په دوو میاشتو کې کېږي او په ټولو کې نښه لوی پوځي مرکزونه وو.

کندهار کې زموږ خبریال مامون دُرانی وايي: برید ګهیځ مهال پر پوځي مرکز د سپکو وسلو له ډزو سره پیل شو. دغه پوځي کوټ د ولسوالۍ له مرکز څخه سویل لور ته ۱۰ کیلومتره لرې پروت دی. رپوټونه وايي په دوو ګاډو کې ځای پر ځای شوي باروت یو په بل پسې وچوول.

لومړی هغه د مرکز په دروازه کې او ویل کېږي دویم هغه د مرکز په منځ کې چوولی.

داسې رپوټونه هم شته، چې افغان پوځیانو فکر کاوه خپل کسان یې په ټانکونو کې مرستې ته ورغلي، ځکه یې په ځانمرګي بریدونو کې پر کاروول شویو زغره والو ګاډو ډزې نه دي کړې.

د طالبانو وروستیو بریدونو د کابل غوږونه څک کړي، خو وارخطایي نه برېښي. چارواکي وایي چې پر خپلو امنیتي ځواکونو باور لري او مخالفان به یې له پوځي لارې برلاسېدو ته پرېنږدي.

طالبان بیا دا د خپلې ځواکمنۍ نښه بولي.

د طالبانو د ډېرو شویو بریدونو مانا څه ده، داسې برېښي چې هغوی یرغلیز حالت غوره کړی وي؟

دې پوښتنو ته په ځواب کې د ولسمشر ویاند شاه حسین مرتضوي وویل:

''د متحدو ایالتونو د ستراتيژۍ له اعلانه وړاندې ډېرو خلکو د نظام د سقوط او یا کمزورۍ په اړه خبرې کولې، خو برعکس اوس زموږ د کومانډو قول اردو بنسټ کېښودل شو. د هوايي ځواک له پلوه موږ د بلک هاک چورلکو څښتن شو، نو په یوه ښه وضعیت کې یو او په ورته مهال کې دښمن هم هڅه کوي، چې د مانور لپاره یو ډګر ولري. ''

ښاغلي مرتضوي زیاته کړه ''باید ووایو، چې د افغانستان جګړه یوه پیچلې جګړه ده، ګاونډیان هم په کې لاس لري او تر څنګ یې نور فکټورونه هم موجود دي، خو ډاډ درکوم چې طالبان له پوځي لارې د بري چانس نه لري ''.

د انځور حقوق Getty Images

د دفاع وزارت له خوا رسنیو ته په استول شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، په یاد کمپ کې ۶۰ افغان ځواکونه مېشت و چې له ډلې یې یوازې دوه روغ وتلي دي.

د یوې سرچینې په خبره، په دغه برید کې ۱۰ بریدګر هم وژل شوي دي. د برید پړه وسله والو طالبانو منلې او د ۶۰ افغان ځواکونو د وژلو ادعا یې کړې ده.

دغه ډله ییز برید په پکتیا او غزني ولایتونو کې پر امنیتي مرکزونو تر ډله ییزو بریدونو دوه ورځې وروسته تر سره کېږي.

د پکتیا پر امنیې قومندانۍ په تر سره شوي ډله ییز برید کې د دغه ولایت د امنیه قومندان جنرال توریالي عبدیاني په ګډون ۴۱ پوځي او ملکي کسان ووژل شول او لسګونه نور ټپیان دي.

د غزني ولایت د اندړو ولسوالۍ د پولیسو پر مرکز په تر سره شوي ډله ییز برید کې هم ۲۵ پولیس وژل شوي وو.

ويل کېږي چې د افغانستان امنيتي ځواکونه وړ خپلمنځي همغږي نه لري او بل په وسله وال ځواک او پولېسو کې د ژور فساد ادعاوې کېږي.

آن ویل شوي چې سرتېري د تېلو د سپما په نامه ګزمو ته ونه وځي او ددغو تېلو یوه برخه بیا پلورل کېږي.

ورته مطالب