عربستان 'سوفیا' نومې روباټ ته تابعیت ور کړ

. د انځور حقوق ARAB NEWS/YOU TUBE
Image caption سوفیا د سعودي له خوا د تابعیت د ورکړې له امله مننه کړې ده

سعودي عربستان نړۍ کې په لومړي ځل یوه روباټ ته تابعیت ور کړ. دغه روباټ یوه ښځه ده، سوفیا نومېږي چې اسلامي حجاب نه لري.

پتېیل شوې وه چې سوفیا دوه ورځې وړاندې په (راتلونکو پانګونو کې د نوښت کنفرانس) کې خبرې وکړي، خو مخکې له دې چې خبرې پیل کړي د کنفرانس پر مخ وړونکي وویل:

"موږ همدا اوس پوه شو، سوفیا لومړنۍ روباټه ده چې د سعودي عربستان تابعیت يې تر لاسه کړ."

سوفیا چې یوه هانګ کانګي شرکت جوړه کړې، د دغه خبر تر اورېدو وروسته یې وویل:

"دا چې په نړۍ کې لومړنۍ روباټه یمچې د یوه هېواد تابعیت اخلم، ډېره خوشاله یم او ویاړم. "

سوفیا د روباټونو په اړه د ګډونوالو سختې پوښتنې هم ځواب کړې.

خو کله چې د سوفیا ویډیوګانې پر خواله رسنیو خپرې شوې، په اړه یې بحثونه را وټوکېدل.

په سعودي عربستان کې باید ښځې اسلامي حجاب پر تن او پر عمومي ځایونو کې هم باید محرم نارینه ور سره وي.

پر دې سربېره د سعودي عربستان له خوا په بېړه او اسانۍ د تابعیت ور کړې هم د خلکو پام د ځان پر لور کړی دی.

په سعودي عربستان کې داسې قانون شته چې بهرني کارګر باید د کفیل تر ولکي لاندې کار وکړي.

د انځور حقوق FUTURE INVESTMENT INITIATIVE

دغه کارګر نه شي کولی د کفیل له اجازې پرته خپل هېواد ته سفر وکړي.

دغه قانون په سعودي عربستان کې د هغو بهرنیو کارګرو لپاره چې له خپل کفیل څخه تښتېدلي، خو خپل هېواد ته نه شي تللی، تور بازار رامنځته کړی دی.

بهرني کارګران چې د عمر ډېره برخه یې په سعودي عربستان کې تېره شوې وي، نه شي کولای د دغه هېواد تابعیت تر لاسه کړي.

عربستان هوډ لري د هېواد په شمال کې د (نیوم) په نامه ستره سوداګریزه - صنعتي پروژه پلي کړي.

پتېیل شوې چې په دغه ۵۰۰ میلیاردیزه پروژه کې به روباټونه مهم ځای ولري.

ورته مطالب