''افغان محصلین کولای شي د ایران سیمه ییزو پوهنتونو کې زدکړې وکړي''

ایران د انځور حقوق MEHR

ایران کې د علومو، څېړنو او تکنالوژۍ له وزیر مجتبی صدیقي سره د افغان سفیر له لیدو وروسته ویل شوي، په دغه هېواد کې مېشت افغان محصلین کولای شي، د ایران د ټولو ولایتونو د مرکزونو پوهنتونونو کې زده کړې وکړي.

ایران کې د افغانستان سفیر او فوق العادي استازي نصیر احمد نور ویلي، د هغو افغان استادانو د ستونزو له منځه وړلو لپاره چې د زده کړو دوام لپاره ایران ته تللي هم له ښاغلي صدیقي سره غږېدلی دی.

ټول غیر ایراني اتباع چې غواړي عامه ازموینو کې برخه واخلي یوازې کولای شي له هغو شرایطو سره سم، چې لارښود کې یې یادوونه شوې، تحصیلي رشته او د تحصیل ځای وټاکي.

په ایران کې د افغان زدکوونکو ښوونځی تړل کېږي

ایران د افغانانو ناقانونه تګ "رسمي کوي او د کار ویزې" ور کوي

د ایران په یو شمېر 'ممنوع ' سیمو کې افغانانو ته اجازه نه ورکول کېده، چې تحصیلي رښته د ځان لپاره وټاکي.

په ایران کې ممنوع سیمې هغه سیمې بلل کېږي، چې ګڼ افغانان په کې مېشت دي. د بېلګې په توګه ختیځ اذربایجان، همدان او لرستان د ایران هغه سیمې دي، چې افغانانو په کې د زدکړې جاري ساتلو اجازه نه لرله.