افغانستان د اکټوبر انقلاب په هنداره کې

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
د روسيې د اکتوبر انقلاب څنګه رامنځ ته شو؟

په تېرو کميونستي ادبياتو کې د روسيې د ۱۹۱۷ کال د اکټوبر انقلاب، د نړۍ د تأريخ لومړني کارگري نظام جوړيدو او سوسيالستي ايډيال ته د انسان رسېدو مبدأ گڼل شوى دی.

دا انقلاب، په تېره بيا د ماركس، انگلس او لينن د طبقاتى مبارزې او د دوى د فلسفې او ټولنيزو څېړ‎نو او باورونو نتيجه هم گڼل كېده.

د اكتوبر انقلاب د بلشويك گوند په لارښوونه او مشرۍ په روسيه كې د پانگوالي- سرواژي نظام د نسكورېدو او د كارگرانو او بزگرانو د شوراگانو او سوسياليستى دولت د جوړ‎ېدو يوه ستره بېلگه وه، چې ساری يې وړاندې د بشر په تاريخ کې نه وليدل شوى.

د اکتوبر انقلاب، سربېره پر دې چې په روسيه كې يې د يوۀ لوى اقتصادى- ټولنيز بدلون بنسټ کېښود، د نړ‎ۍ پر نورو هېوادونو او په تېره بيا په آفريقا، آسيا او لاتينې امريكا کې د ستر سياسى او عقيدوي اغېز لامل شو.

نه يواځې دا، چې د هند په نيمه وچه، چين، منځنۍ آسيا او ان تر افغانستانه پورې يې د آزادۍ غوښتونكو نهضتونو او د استعمار پر وړاندې د مبارزې بهير ته نوى دمه وركړ‎ه.

د روس پاچا د واکمنۍ وروستۍ شېبې

د روسیې انقلاب څنګه پېښ شو؟

د اكتوبر انقلاب په درشل كى، په افغانستان كې د ننه، چې د آسيا په زړ‎ه كې د يوۀ حساس ستراتيژيكي موقعيت لرونكي هېواد په حيث د برتانيا يوي استعمارگرو د يرغل پر وړاندې اوږ‎د مهال مقاومت کې ښکېل و او د آزادۍ په جگړ‎و كى ناتوانه او مضمحل شوى و، د اكتوبر له انقلاب سره جوخت د استقلال غوښتنې نارې او هڅې يو وار بيا په نوې بڼه او نوي هوډ وچتې شوې.

دا مهال، افغاني اميران د دوو رقيبو امپراتوريو، يعنې له يوې خوا د برتانيايي استعمارگرو او له بلى خوا د تزاري روس تر مينځ د انډول ساتلو په سياستونو كې د هېواد د ځمکنۍ بشپړتيا او ملي حاكميت خوندي کولو په موخه مجبور و چې يوه حساسه او دقيقه پاليسي ځان ته غوره كړ‎ي، څو د دوى په سيالۍ كې افغان وطن زيانمن نه شي او د دوى تخت او بخت ته زيان و نه رسيږ‎ي.

د اكتوبر انقلاب او په پايله كې يې نوي جوړ‎ شوي انقلابي دولت په منځنۍ آسيا كې د تزاري دولت استعماري او تعرضي سياستونو ته د پاى ټکی کېښود او د مستعمرو مظلومو ولسونو ته د آزادۍ او د خپل برخليک د ټاكلو حق يې اعلام كړ.

‎ د ولاديمير ايليانف لينن تر مشرى لاندې نوي شوروي دولت د ختيځ تر اسارت لاندې هيوادونو او خلكو ته له استعمارگرو هيوادونو د خپلواکۍ اخيستو تياري څرگنده كړ‎ه.

د نوي شوروي دولت نيت او اراده د دې سبب شوه چې آزاديپال نهضتونه د هند په نيمه وچه كې پياوړ‎ي شي او په افغانستان كې د آزادۍ جگړ‎ه نوي پړ‎او ته ننوځي.

Image caption امير حبيب الله خان چې له د اکتوبر انقلاب د رامنځته کېدو پر مهال د افغانستان پاچا و

كه د امير حبيب الله خان د ټولواكۍ په پاى كې، يعنې د ١٩١٥ او ١٩١٧ زيږديزو کلونو او د هغې نه وروستيو پېښو ته ځير شو، نو جوتېږ‎ى چې په روسيه كې د اكتوبر د انقلابي پاڅون په پيل او بيا د لومړ‎ۍ نړ‎يوالې جگړ‎ې په پاى كې خپلواکۍ غوښتونکو خوځښتونو ته چې د امير د دربار روڼ اندو او نوښتگرو کړ‎یو تر فشار لاندې و د غږ پورته کولو زمينه برابرېده.

سره له دې چې د بريتانيا دولت امير ته د نړ‎يوالې جگړ‎ې نه پس د افغانستان د سياسي استقلال د په رسميت پيژندلو وعده وركړ‎ې وه، خو دا وعده عملي نشوه او پايله دا شوه چې په کور د ننه د امير د دې تېروتنې او د بريتانيا د كړ‎نې پر وړاندې مقاومتونه او تاو تريخوالي په زياتيدو شي.

د مير محمد غبار په حواله، ان په ١٩١٧ كال كې (د سراج الاخبار ١٣ گڼه، د ١٢٩٦ شمسى كال د دلوې ٧مه نيټه) د محمود طرزي نه داسې نقل كوي: "افغانستان مستقل آزاد دولت و، دى او وي به."

طرزي دا هم ليكلي و چې "د افغانستان عاليه او مستقل دولت د استقلال د ټولو معاني له اړ‎خه، مستقل او آزاد وو، دى او وي به. موږ‎ شپږ‎ نيم كاله مخكې د استقلال اعلان كړ‎ى او د خپلې دعوى په وړاندې مو تر اوسه هيڅ مدعي نه دی موندلاى..." (افغانستان در مسير تأريخ، ٧٤٠مه پاڼه)

د افغانستان د استقلال په جگړ‎ه كې د اكتوبر د سوسياليستي انقلاب رول او ځانگړنه په دې كې نغښتې وه چې نوي شوروي حكومت د تزاري دولت هغه استعماري او افغاني ضد دريځ ته زيان ورساوه، كوم چې د روسيې تزاري دولت انگلیس خپل طبيعي متحد باله.

يعنې له انگليس سره يې د لومړ‎ۍ نړ‎يوالې جگړ‎ې په مهال تعهد كړ‎ى و چى په افغانستان كې د بريتانيا پر ضد د افغانانو د استقلال غوښتونكو خوځښتونو پر وړاندې اقدام وكړ‎ي (افغانستان در مسير تأريخ، ٧٥٤مې پاڼې ته).

سره له دې چې د جگړ‎ې په نتيجه كې د بريتانيا دولت لا پياوړ‎ى او پر ايران باندې يې خپل بشپړ‎ نظامي كنترول تأمين کړی و، په عشق آباد كې د "ماوراى خزر" لاسپوڅي حكومت يى جوړ‎ او د بخارا د امير سره د ښېوې او بخارا د كنترول معاهدې يې لاسليك كړ‎ې وې، خو د افغانستان دولت وتوانيد چې پر بريتانوي قوتونو برلاسى شي او د افغان-انگليس په دريمه جگړ‎ه كې د هېواد خپلواكي (د ١٩١٩مى او جون) تر لاسه كړ‎ي.

د شوروي دولت لومړ‎نۍ هيواد و چې د افغانستان استقلال يې د ١٩١٩ كال د مارچ په ٢٧ نېټه، يعنې د استقلال له جگړ‎ى وړاندې او د هند وايسراى "لارډ چمسفورډ" ته د مارچ پر ٣مې نېټى د امان الله خان له لېږل شوي ليك وروسته، بى له ځنډه په رسيمت وپيژاند او په دې توگه يې افغانانو ته د استقلال په جگړ‎ه كې د مرستې ډاډ وركړ‎.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د هند وايسراى "لارډ چمسفورډ" چې د افغانستان خپلواکي يې په رسميت وپېژنده

د افغانستان له خپلواکۍ اخيستو وروسته، شوروي دولت د افغانستان نوي خپلواک حاکمیت ته د اقتصادي، سیاسي او نظامي مرستو لاس اوږ‎د کړ‎ او د امانی رژیم او د هغه د مدنیت پالو موخو او اهدافو ټينگ ملاتړ‎ وکړ.

‎په دې توگه، افغاني نوي حاکمیت د نړ‎یوالې انزوا او جلاوالي نه خلاصون وموند او د نړ‎ۍ د نورو هېوادونو سره يې ډیپلوماټیک، اقتصادي او کولتوري اړ‎یکي ټینگ کړ‎ل.

د ټولو هغو نوښتونو او لاسه ته راوړ‎نو سره سره چې د اکتوبر له سوسیالیستي انقلاب راهیسې د افغان-شوروي په اړ‎یکو کې رامنځ ته شوی وو، دا هم باید هېر نشي چې د افغان-شوروي د اړ‎یکو د ټینگېدو سره جوخت، برتانوي دولت چې د نړ‎یوالی جگړ‎ی د له ډگره فاتح او پیاوړ‎ی وتلی و، د دی اړ‎یکو د پراختیا سره د حسادت او مخالفت بیرغ جگ کړ‎.

د دی اړ‎یکو یواړ‎خیزه او چټکه پراختیا او د ځوان امیر شوروي پلوى سیاست د دې سبب شو چې برتانوي دولت په سيمه کې خپلو گټو ته لوی گواښ او خطر ووینی.

امیر امان الله خان چی د استقلال د گټلو د غرور احساس تر تاثیر لاندې يې یو اړ‎خیز سیاست غوره کړ‎ی و، دې حساسیت ته په سپکه وکتل او د هغې ورانونکو پايلو ته يې پام و نکړ‎.

د دې سیاست پايله دا شوه چی افغانی دولت د بریتانیا په برنامو کی د رقیبو دولتونو په شمېر کی قید او د انگلیس د مرستو نه محروم او د هغه دولت د دسایسو په حلقه کی گېر شو.

نو ويلى شو چې د اکتوبر سوسياليستي انقلاب په افغانستان کې د سترو سياسي بدلونونو لامل شو چې هم يې ښې او هم يې بدې پايلې درلودې.

اړونده مطالب

ورته مطالب