''لندن کې د 'خپلواک بلوچستان' شعارونه د پاکستان ځمکنۍ بشپړتیا ګواښي ''

د انځور حقوق TWITTER
Image caption پاکستاني چارواکو ویلي، دغه شعارونه د پاکستان پر ځمکنۍ بشپړتیا د مخامخ برید په معانا دی

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وایي په اسلام آباد کې یې د برتانیا سفیر ورغوښتی او د لندن پر ټکسیانو یې پر هغو لګېدلو شعارونو اعتراض کړی چې د پاکستان ځمکنۍ بشپړتیا ګواښي.

ویل کېږي چې دا اعتراض له هغو لیکنو سره تړاو لري چې د خپلواک بلوچستان په نامه د لندن په ځینو برخو کې لګېدلې وې.

پر خواله رسنیو د لندن یو شمېر ټیکسیانو داسې تصویرونه خپاره شوي، چې د (خپلواک بلوچستان) شعارونه پرې لیکل شوي دي. د پاکستان بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویل شوي بریتانوي سفیر ته دې لړ کې احتجاج شوی او ورته ویل شوي دي، چې دا د پاکستان د خاوري پر بشپړتیا د مخامخ برید په معانا دی.

بوګټي: د بلوچستان پر ''مسئلې خبرو ته چمتو'' يم

کورد ټولپوښتنه بلوڅانو ته څه انګېزه ورکوي؟

پاکستاني چارواکو ویلي، د دغې موضوع په تړاو به لندن کې هم له برتانوي اړوندو چارواکو سره خبرې وشي.

د روان کال اوږدو کې دا دویم ځل دی، چې یوه اروپايي هېواد کې د خپلواک بلوچستان شعارونه لیدل کېږي.

د انځور حقوق MOFA
Image caption له دې مخکې جنیوا کې ورته شعارونه لیدل شوي وو

له دې مخکې جنیوا کې داسې ګڼ شعارونه لیدل شوي وو، چې د خپلواک بلوچستان نوم پرې کښل شوی و او پاکستان کې له مذهبي لږکیو سره د ناوړه چلند پر ضد شعارونه پرې کښل شوي وو.

پاکستان حکومت جنیوا کې د خپلواک بلوچستان کمپاین پر ضد له سویس حکومته د رغنده ګامونو پورته کولو غوښتنه کړې وه.

اړونده مطالب