کورنۍ ګټه وټه
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

ډېر شمېرافغان ښځو اوس په کور دننه ځانته کاروبار جوړ کړی

په افغانستان کې د هغو میرمنو شمېر اوس ورځ تر بلې ډېرېږي د خپلو کورنیو په اقتصادي غوړېدا کې مرسته کوي. لاسي صنایعې د هغو افغان میرنو د ګټې وټې تر ټولو ښه سرچینه ده چې په کور دننه کار کوي او یا هم نالوستې وي. اوس د افغانستان په ختیځ جلال اباد ښار کې داسې نندارتون جوړ شوی چې تر ډېره پکې د کلیوالو میرمنو په لاسونو جوړ شوي توکي خرڅلاو ته اېښودل شوې دي. ذبیح الله رحیمزی یې هم د دې نندارتونو لېدو ته ورغلی و.