عرب ټلواله: ایران د ریاض هوايي ډګر برید کې لاس لري

د انځور حقوق AFP
Image caption ملک خالد هوايي ډګر د ریاض شمال کې دی.

د سعودي عربستان په مشرۍ عرب ټلواله پر ایران تور پورې کوي چې په ریاض کې نړیوال هوايي ډګر په لور توغول شوي توغندي کې لاس لري.

دا ټلواله د یوې بیانیې په خپرولو سره ایران ته خبرداری ور کوي چې ممکن دا برید د جنګي عمل په ډول وبلل شوي او ځواب ور کړل شي.

د سعودي عربستان رسمي خبري اژانس له خوا په دې خپره شوې بیانیه کې راغلي چې ریاض له خپلې خاورې او ولس د دفاع حق لري.

یمن کې د ژوند ژغورلو لپاره د میلیارد ډالرو غوښتنه

"یمن کې ماشومان له لوږې مري"

په بیانیه کې زیاته شوې:

"پر حوثیانو د ایران رول او پر هغوی نېغه قومنده په دې برخه کې پر ګاونډیو هېوادونو د تېري ښکاره بېلګه ده. د سیمې او نړۍ سوله او ټیکاو ګواښي. په دې دلیل د ټلوالې قومنداني دا کار د ایران رژیم له خوا یو ښکاره پوځي تېری بولي او ان د سعودي عربستان پاچاهۍ پرضد جنګي عمل بلل کېدی شي".

د ډونلد ټرمپ څرګندونې

د انځور حقوق Getty Images

له دې مخکې د امریکا ولسمشر وویل، باوري دی چې له یمن د سعودي عربستان پلازمېنې ریاض ته توغول شوي توغندی د ایران کار و.

د ډونلډ ټرمپ په خبره، په سعودي عربستان کې د امریکا ډال دا توغندی شنډ کړ:

"یو هېواد هم هغه څه نشي جوړولی چې امریکا تولید کړي دي او دا تجهیزات د نړۍ مختلفو سیمو کې کارېږي".

خو د ایران د تر ټولو ځواکمن پوځ سپاه پاسدران لوی قومندان د ډونلد ټرمپ دا ادعا ردوي.

تورنجنرال محمد علي جعفري وايي، ښاغلي ټرمپ ډېرې ناسمې خبرې او درواغ ویلي او دا یې هم یو تهمت دی.

د هغه په خبر، له ایران تر یمن د توغندي لېږدول ناشوني دي.

"دا توغندی چې توغول شوی د یمن دی، هغوی بیا رغولی دی او د واټن زیاتولو سره یې غواړي د یمن د شهیدانو غچ واخلي".

په ورته مهال د سعودي عربستان په مشرۍ د عرب ټلوالې ویاند ایران یمن ته د وسلو په لېږلو تورنوي.

ترکي مالکي زیاتوي ایراني متخخصانو له حوثیانو سره مرسته کړې چې د دې بالستیک توغندي ځینې برخې سعده ولایت ته ولېږدوي.

د توغندي موخه

د انځور حقوق .
Image caption یمن کې یوه تلوېزون دا انځور ریاض ته د توغول شوي توغندي بللی دی.

د یکشنبې په شپه سعودي عربستان وویل چې د دغه هېواد دافع هوا له یمن څخه ریاض ته توغېدلی بالستیک توغندی شنډ کړ.

د دوی په خبره، دا توغندی یې ریاض ته څېرمه د ملک خالد نړیوال هوايي ډګر سره وپېژاند او ویې غورځاوه.

په سیمه کې د هوايي ډګر شمال ته د سختې چاودنې درز او ور پسې د الوتکو غنګا هم اورېدل شوې چې ټیټې الوتلې.

* د یمن جګړه کې د وسلو پر کمپنیو نیوکې

* د یمن کړکېچ: څوک د چا لپاره جنګېږي؟

سعودي چارواکي وايي، شنډ شوی توغندی لوی نه و او ټوټې یې هم له هوايي ډګر سره نږدې غورځېدلې دي، خو څوک یې زیانمن کړي نه دي.

په ورته مهال په یمن کې حوثي وسلوالو ته نږدې المسیره چینل وايي، د دې وسلوالو بالستیک توغندي ملک خالد هوايي ډګر په نښه کړی و.

د سعودي شهزاده وژل کېدل

ر د انځور حقوق Al Arabiya English/TWITTER
Image caption په پېښه کې وژل شوی شهزاده.

له بلې خوا د سعودي عربستان دولتي رسنۍ وايي، د یمن پولې ته نږدې د دغه هېواد یوه چورلکه غورځېدلې چې پکې یو شهزاده او څو نور لوړپوړي چارواکي وژل شوي دي.

العربیه تلوېزون وایي، وژل شوی شهزاده منصور بن مقرن د سعودي د پخواني وليعهد مقرن ال سعود زوی او د عسیر مرستیال والي و.

تراوسه د چورلکې غورځېدلو لامل نه دی ښودلی شوی او نه هم د نورو وژل شویو کسانو په هکله څه ویل شوي دي.

دا پېښه په داسې مهال ده چې سعودي عربستان تېره ورځ د فساد ضد جرګه ګۍ جوړه کړه.

دې جرګه ګۍ ۱۱ شهزادګان، څلور اوسني او په لسګونو پخواني وزیران د فساد په تور ونیول.

په نیول شویو کې د سعودي میلیاردر شهزاده ولید بن طلال هم دی.

د سعودي پر خاوره بریدونه

د انځور حقوق Reuters
Image caption د ۲۰۱۵ کال له مارچ راهیسې د سعودي په مشرۍ د عرب ټلوالې او مقابل لوري جګړه کې له ۸۵۰۰ ډېر کسان وژل شوي، چې ۶۰ سلنه یې ولسي وګړي دي.

حوثي وسلوالو تراوسه په ځلونو د سعودي عربستان سوېلي سیمې په توغندیو سره په نښه کړې دي، خو دا اول ځل دی چې توغندی یې پلازمېنې ریاض ته رسېږي.

سعودي عربستان له دوو ډېر کلونه کېږي چې یمن کې د عبد ربه منصور هادي د بیا واکمنولو لپاره د حوثي وسلوالو او پخواني ولسمشر علي عبدالله صالح ځواکونو پرضد پوځي لاسوهنه پیل کړې ده.

ریاض او واشنګټن په ځلونو ایران تورن کړی چې له حوثیانو سره مرسته کوي، خو تهران دا ادعاوې ردوي او په مقابل کې پر سعودي عربستان تور پورې کوي چې یمن کې بې ګنا خلک وژني.

د امریکا د پوځ د مرکزي قومندې مشر جنرال جوزف ووټل تېر کال وویل، چې ښايي ایران له ځمکې - اوبو ته توغېدونکي توغندي حوثي وسلوالو ته ور کړي وي.

د انځور حقوق Reuters
Image caption په یمن کې د سعودي عربستان پوځیان.

ورته مطالب