د وسلوالو په برید کې" ۲۲ افغان سرتېري وژل شوي

طالبان د انځور حقوق Getty Images
Image caption ‏وسلوال طالبان وایې په تیره یوه شپه کې په دریو ولایتونو کندهار، هلمند او فراه کې ۷۳ عسکر او اربکیان وژلي او یو شمېر یې ټپيان کړي دي.

وسلوالو طالبانو تېره شپه د هلمند او کندهار تر منځ د ژړۍ او میوند ولسوالیو د امنیتي کمربند پر پنځلسو پوستو ډلیز بریدونه کړي دي.

دغه جګړه د شپې اته بجې پيل او تر دوو بجو پورې روانه وه.

د کندهار د پولیسو یو ویاند مطیع الله هلال وایې، په دغه شپږ ساعته جګړه او ځانمرګي برید کي دوه ویشت افغان سرتیري وژل شوي او پنځلس نور ټپيان شوي دي.

ښاغلی هلال وایي، چې وسلوالو په دغه برید کې د رېنجر په مټ، چې چاودیدونکي توکي پکي ځای شوي و ځانمرګي برید هم کړی دی.

نوموړی وایي، په دغه جګړه او ځانمرګي برید کې دوه ویشت افغان سرتیري وژل شوي او پنځلس نور ټپيان شوي دي.

سرچینه دا هم وايي، چي په مقابل کې پنځه څلوېښت وسلوال وژل شوي او پنځه دېرش نور ټپيان شوي دي.

دا په تېرو څو میاشتو کي پر افغان ملي پولیسو تر ټول خونړی برید و.

‏وسلوال طالبان وایې په تیره یوه شپه کې په دریو ولایتونو کندهار، هلمند او فراه کې ۷۳ عسکر او اربکیان وژلي او یو شمېر یې ټپيان کړي دي.

د دوشنبې په ورځ د کندهار په ډنډ ولسوالۍ کې د بهرنیو ځواکونو پر کاروان برید شوی و.

ویل کېږي په هغه برید کې درې رومانیايي سرتېري ټپیان شوي دي.

ورته مطالب