"اروپايي هېوادونه دې د افغان کډوالو د شړلو پر پرېکړه غور وکړي"

. د انځور حقوق Getty Images

افغان حکومت د اروپايي هېوادونو له مشرانو غوښتي، د افغانستان ناامنۍ ته په کتو، د افغان کډوالو په اړه پخپلو پرېکړو له سره کتنه وکړي.

افغان حکومت وايي د ۲۰۱۷ له پیله تر اوسه څه باندې ۷۰۰ افغان کډوال له اروپایي هیوادونو، په ځانګړي ډول له جرمني بېرته افغانستان ته استول شوي دي.

افغان حکومت پر داسې مهال دا څرګندونې کوي، چې وړمه ورځ د ډیسمبر ۶مه، ۲۷ افغان کډوال چې په جرمني کې یې د پنا غوښتنه نه وه منل شوې، بېرته افغانستان ته واستول شول.

* جرمني بېرته ستنېدونکو کډوالو ته مالي امتيازات ډېر کړي دي

* " له ډیورنډ کرښې سره نږدې پښتانه د جرمني د برلین دېوال په څېر بېلېږي"

* جرمني: شړل شوى افغان کډوال دې بېرته را ستون کړل شي

که څه هم د روان کال په مۍ میاشت کې په کابل کې تر خونړۍ پېښې وروسته، جرمني په زور د افغان کډوالو د استولو لړۍ ځنډولې وه، خو دا تر هغې پرېکړې وروسته د افغان کډوالو دویمه جوپه ده چې له جرمني افغانستان ته استول کېږي.

د افغانستان د کډوالو چارو وزارت ویاند حفیظ میاخېل بي بي سي ته وویل، دغه نوي استول شوي کډوال د هغه افغان کډوالو په ډله کې نه دي چې جرمني یې د دوسیو د بیا د څېړلو ژمنه کړې وه.

د نوموړي په خبره، هغه معلومات چې جرمني له افغان حکومت سره شریک کړي، په بېرته استول شويو کسانو کې درې کټګورۍ افغانان شته:

"لومړۍ هغه ډله افغانان دي چې د جرمني په خبره د دغه هېواد امنیت ته یې ګواښ پېښ کړی و، دویم هغه ډله افغانان دي چې جرمونه یې کړي وواو درېیمه ډله یې هغه دي چې د خپل هویت په اړه یې له معلوماتو ور کولو ډده کړې وه."

د انځور حقوق Getty Images
Image caption هغه الوتکه چې له فرانګفورټ هوايي ډګره پکې کابل ته افغان کډوال یو وړل شول

د افغانستان د کډوالو چارو وزارت وايي، تېر کال یې له جرمني سره تړون لاسلیک کړی چې پر بنسټ یې هغه افغانان چې د پنا غوښتنه یې نه منل کېږي، کرار - کرار پخپله خوښه افغانستان ته واستوي.

جرمني ته د کډوالو د ور تګ مخنيوى يا يي شمېر کمول د ټاکنيزو هلو ځلو اصلي او مهمه موضوع وه.

اوس دغ هېواد، هغو پناه غوښتونکو ته د ډېرو پيسو د ورکړې ژمنه کړې چې بېرته خپلو هېوادونو ته ستنېږي.

د نوي پروګرام له مخې اوس به هرې بېرته ستنېدونکې کورنۍ ته ۳۰۰۰ یورو او هر مجرد ستنېدونکي ته ۱۰۰۰ یورو ورکول کېږي.

خو کډوال پلوې او مرستندویه موسسې وایي، دا د رشوت یا بډو ورکړې ته ورته کړنه ده او د کډوالو د تېرایستنې لامل ګرځي.

د رسمي شمېرو له مخې له ۲۰۰۲ کال راهیسې تر ۷ میلیونو ډېر افغانان هېواد ته ستانه شوي، خو لا هم د نړۍ په څه باندې ۵۶ هېوادونو کې ۶ میلیونه افغانان کډوال دي.

ورته مطالب