٢٠١٧ امريکا کې د ناندريو او لانجو کال
٢٠١٧ امريکا کې د ناندريو او لانجو کال
کله چې خبره د نړيوالې اجنډا ټاکلو سره تړاو لري، نو د امريکا ولسمشر په کې د نړۍ په کچه تر ټولو زيات اغېز لري. ډونلډ ټرمپ د همدې ۲۰۱۷ کال د جنورۍ پر شلمه د امريکا د ۴۵ ولسمشر په توګه لوړه وکړه. له ډېرې سختې ټاکنيزې مبارزې وروسته، چې ښاغلی ټرمپ ولسمشر وټاکل شو، د کار له پيل سره يې سملاسي د پخواني ولسمشر د هغو مهمو تګلارو په لغوه کولو پيل وکړ، چې ده ډېر وخت پرې نيوکې کولې، او پر سپينه ماڼۍ يې د اغېز خپله ځانګړې نښه پرېښوده.