د نړۍ اتومي وسلې له چا او چا سره دي؟

د انځور حقوق Alamy

د امریکا دفاع وزارت د روسیې له لوري د ګواښ په ځواب کې د خپل هېواد د اتومي وسلې د نوي کولو او نوي کم لګښته بم د جوړولو پلان وړاندې کړی دی.

بي بي سي هڅه کړې چې معلومه کړي د نړۍ اتومي وسلې چرته چرته او په کومو هېوادونو کې دي؟

که څه هم له سړې جګړې وروسته نړۍ کې د اتومي وسلو شمېر ډېر کم شوی دی، خو بیا هم داسې په سلګونو اتومي وسلې شته چې په لنډ لارښود سره چلېدلی شي.

* د هېوادونو د زغم ازموینه

* پر ناګاساکي د اتوم بم غورځولو پرېکړه څنګه شوې وه؟

کارپوهان وايي، د اتومي وسلو هېوادونه دا وسلې نوې کوي او یا یې د نوي کولو پلان لري.

مختلف هېوادونه د خپلو اتومي وسلو تفصیل پټ ساتي، خو د نهو هېوادونو د نهه زره(۹۰۰۰) اتومي وسلو په هکله معلومات خپاره شوي دي.

دا وسلې یا د وچې، سمندري او یا هوايي اډو کې اېښودل شوې دي او په دوی کې یو زر اته سوه(۱۸۰۰) داسې هم دي چې د څو شیبو لارښود سره چالو کېږي او دا ډول ډېری وسلې د امریکا او روسیې دي.

۲۰۱۷ کال کې د هېوادونو اتومي وسلې

د انځور حقوق Getty Images
Image caption پر ۲۰۱۷ کال شمالي کوریا شپږ اتومي ازموینې وکړې.

امریکا او روسیه تر ټولو ډېرې اتومي وسلې لري. اسراییل کله هم نه دي ویلي، چې اتومي وسلې لري او که نه.

د هېوادونو د اتومي وسلو شمېر اټکلي دی.

  • روسیه ۷۰۰۰
  • امریکا ۶۸۰۰
  • فرانسه ۳۰۰
  • چین ۲۷۰
  • برتانیا ۲۱۵
  • پاکستان ۱۴۰
  • هند ۱۳۰
  • اسراییل ۸۰
  • شمالي کوریا ۲۰

د اتومي وسلو د نه پراختیا تړون

ر د انځور حقوق Getty Images
Image caption پر ۲۰۰۲ کال د روسیې ولسمشر او پخوانی سیال یې جورج بوش په مسکو کې د اتومي وسلو د کمولو تړون وروسته خبري غونډه کې.

د سپري یا سټاک هوم نړیوالې سولې د څېړنې اسنټیټیوټ وايي، د کومو اتومي کوپړیو یا سرکو ختمول چې پکار دي، د هغو شمېر پنځلس زره دی، خو په ۱۹۸۰ لسیزه کې اویا زره(۷۰۰۰۰) و.

له ۱۹۷۰ کال راهیسې تر اوسه د امریکا، روسیې، برتانیا، چین او فرانسې په ګډون ۱۹۰ هېوادونو د اتومي وسلو د نه پراختیا تړون لاسلیک کړی دی.

هند، پاکستان او اسراییل دا تړون نه دی لاسلیک کړی او شمالي کوریا پر ۲۰۰۳ کال ترې ووتله.

* یوه پوځي څنګه د روسیې او امریکا ترمنځ د اتوم جنګ مخه ونیوله؟

* د غورځول شوي اتومبم لېږدوونکې بېړۍ ۷۲ کاله وروسته وموندل شوه

د اېن پي ټي یا اتومي وسلو د نه پراختیا تړون امریکا، روسیه، فرانسه، برتانیا او چین په قانوني ډول اتومي ځواکونه مني، ځکه دغو هېوادونو له دې تړون مخکې هم اتومي وسلې تجربه کړې وې.

دا تړون وايي دغه هېوادونه باید د تل لپاره اتومي وسلې ونه ساتي او نورو هېوادونو ته د اتومي وسلو د جوړولو اجازه نه ور کوي.

سوېلي افریقا، بیلاروس، قزاقستان او اوکراین خپلې اتومي وسلې ختم کړې دي.

د اتومي وسلو هېوادونه اوس څه کوي؟

د انځور حقوق Getty Images
Image caption شمالي کوریا، پاکستان او چین خپلې وسلې زیاتوي.

د امریکايي ساینسپوهانو ټولنه وايي، امریکا، برتانیا او روسیې د خپلو وسلو شمېر کم کړی، اسراییل او فرانسې یو څه اندازه پیاوړی کړی، خو چین، پاکستان او شمالي کوریا نوې اتومي وسلې هم جوړوي.

کارپوهان وايي، د اتومي وسلو هېوادونه خپلې وسلې هرو مرو نوې کوي.

د سپري مشر شینن کایل وايي، د دې وسلو نوي کول د اېن پي ټي تړون خلاف کار دی.

برتانیا پلان لري چې پر اتومي توغندیو سمبال وین ګارډ په اتومي اوبتلونو بدل کړي.

خو د ۲۰۲۰ کال پورې به د برتانیا د اتومي وسلو شمېر کم شي او تر ۱۸۰ یا له هغه به هم ټیټ شي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د اتومي وسلو د نه پراختیا تړون په دې کار کوي چې نړۍ له دې وسلې پاکه کړي.

له بلې خوا امریکا د خپلو اتومي وسلو د نوي کولو لپاره تر ۲۰۴۰ کلونو د یو ټریلیون ډالرو لګښت اعلان کړی دی.

د امریکا نږدې ۱۵۰ اتومي سروکي بلجیم، جرمني، ایټالیا، هالنډ او ترکیه کې لګولي دی.

شمالي کوریا تېر سپټمبر خپله شپږمه اتومي ازموینه وکړه، خو کارپوهان تراوسه په دې یوه خوله نه دي چې د دغه هېواد د اتومي پروګرام اتومي سروکي پر اوږد واټنه توغندیو تصبېدلي شي او که نه.

شمالي کوریا په وروستیو څو میاشتو کې د داسې نويو توغنديو د ازمویلو خبره کوي چې په وینا یې امریکا په نښه کولی شي.