کابل: د لومړي ځل لپاره د حوزو امرین د ازموینې له لارې ټاکل کېږي

کابل د انځور حقوق AFP
Image caption د کورنیو چارو وزارت دا ګام وروسته له دې پورته کړ چې په کابل کې پرلپسي وینلړلي بریدونه وشول.

د افغانستان کورنیو چارو وزارت وایي د لومړي ځل لپاره به د کابل امنیتي حوزو مشران د ازموینې او سیالۍ له لارې وټاکل شي.

د دغه وزارت چارواکي وایي، له دې کاره یې موخه د پولیسو په نظام کې اصلاحات راوستل او پر امنیتي پوستونو د مسلکي او وړ کسانو ګمارل دي.

د کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک نن په همدې موخه له ازموینې وړاندې ګډونوالو سره ژمنه وکړه چې د حوزو د امرانو په ګومارنه کې به مسلکي چلند کوي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د پلازمېنې اهمیت ته په کتو د کابل د حوزو د امرینو پوست مهم دی.

ښاغلي برمک ژمنه وکړه چې د ګومارنې په بهیر کې به د ګډونوالو پخوانیو فعالیتونو او لاسته راوړنو ته به کتنه کېږي.

په تېرو کلونو کې د کابل د امنیتي حوزو امران د شخصي اړیکو پر بنسټ او د یو شمېر سیاسي مشرانو او د کورنیو چارو وزارت د لوړ پوړو چارواکو په سپارښتنه ګومارل کېدل.

دا ادعاوې هم وې چې د یو شمېر امنیتي حوزو امریت د پیسو په بدل کې پلورل کېږي.

ځيني شنونکي په دې باور دي چې د مسلکي کسانو ټاکل به تر یوه بریده د کابل ښار امنیتي وضعیت ښه کړي او په امنیتي ځواکونو به د خلکو باور ډیر شي.

اړونده مطالب

ورته مطالب