د روهينجياوو کړاو

د روهينجياوو کړاو

تېره مياشت ميانمار يو داسې تړون وکړ، چې له مخې به یې له بنګله دېشه ۷۰۰ زره روهينجيا مسلمانان خپلو مېنو او کورونو ته ستنېږی. خو سيمه کې د دغو خلکو د ستنېدو پر وړاندې ځواکمن خنډونه دي، چې يو یې د ميانمار روهينجيا او د رکاين بودايانو ترمنځ ترينګلی غليمانه حالت دی.

دوی ۲۰۱۲ کال کې د فرقه ييز تاوتريخوالي تر پيلېدو پورې سوله ييز ژوند کاوه. د تاوتريخوالي ځينې تر ټولو ناوړه پېښې یې د رکاين لرغونې مرکزي ښار مراوکو کې وې.