سیاست کې د لوبې ګټې
سیاست کې د لوبې ګټې
د جنوبي کوریا ولسمشر وايي، که شمالي کوریا د اټومي پروګرام بندلو ته ژمنه هم نه وي، امریکا دې بیا هم ورسره خبرو ته کېني. د جنوبي کوریا ولسمشر له شمالي کوریا هم ورته غوښتنه لري.
دا څرګندونې د ژمنیو اولمپیک لوبو د پای له مراسمو وروسته کېږي- چې د شمالي او جنوبي کوریا لوبغاړو له خپلو خپلو بیرغونو سره مراسمو کې برخه اخیستې. خو د پیل په مراسیمو کې یې ګډ بیرغ کارولی و.