افغانستان: د ښځینه څارنوالانو شمېر ډېرېږي

چارواکي وايي، دغه سیالۍ کې بریالۍ شوې کاندیدانې به پلازمېنه او ولایتونو کې د څارنوالانو په توګه وګوماري.
Image caption چارواکي وايي، دغه سیالۍ کې بریالۍ شوې کاندیدانې به پلازمېنه او ولایتونو کې د څارنوالانو په توګه وګوماري.

د افغانستان لویه څارنوالي وایي، ولایتونو کې د ښځینه څارنوالانو شمېر ډېروي او په همدې موخه یې نن 'مارچ شپږمه ' کابل کې له نژدې ۲۵۰ مېرمنو ازموینه واخیسته.

چارواکي وايي، دغه سیالۍ کې بریالۍ شوې کاندیدانې به پلازمېنه او ولایتونو کې د څارنوالانو په توګه وګوماري.

د افغانستان لوی څارنوال محمد فرید حمیدي وايي، په عدلي برخه کې د ښځو ګډون ته لیوالتیا ډېره شوې ده. نوموړی وايي ازموینې ته یو شمېر ښځې له ناامنه ولایتونو راغلې:

" هغو ښځو سره چې تاوتریخوالی کېده، هغوی نن هوډ کړی چې د قانون او عدالت پلي کوونکې په توګه قیام وکړي او ودرېږي، له هغو ولایتونو چې دښمن یې هره شپه د نیولو خوب ویني، ښځې له پوخ هوډ راسره د عدالت رامنځته کولو لپاره راغلې دي."

ګل مینې چې له جلااباده دغې ازموینې ته راغلې وه بي بي سي ته وویل:

'' ولایتونو کې ښځینه څارنوالانو ته ډېره اړتیا ده، کلیوالې ښځې پر ښځینه څارنولانو ډېر باور کوي او د تاوتریخوالي پر وړاندې په جرائت سره غږ پورته کولای شي. ''

یوه بله ګډونواله بسمینه وايي:

''زه به ویاړم چې د څارنوالې په توګه کار وکړم، که مونږ کار ونه کړو حق حقدار ته نه سپارل کېږي بې ګناه کسان به بند کې وي او دوسیې به یې څېړل کېږي، په همدې نیت غواړو چې د مسلکي څارنوال په توګه کار وکړو په ځانګړي ډول ښځو ته خدمت وکړو."

لویې څارنوالۍ دغو ښځو ته لومړی ۶ تر ۸ میاشتو عملي او تیوریکي زده کړې ور کړې.

د ښځو فعالیت ولې د هغوی خپل نه ګڼل کېږي؟

"مېرمنې دې سوله لومړی له خپل کوره پیل کړي"

افغان پوځ کې د ښځو شاملېدو لېوالتیا

د دغې ادارې چارواکي وايي، دغه پروګرام ته نژدې ۳ زره مېرمنو نوملیکنه کړې وه چې په وینا یې له ۳۴ ولایتونو څخه یې د شرعیاتو او حقوقو ۲۴۸ فارغې ښځې غوره کړې وې.

څه موده وړاندې د اداري اصلاحاتو کمېسیون تګلاره معرفي کړه چې د چارواکو په خبره له مخې به یې تر ۲۰۲۰ زېږدیز کال پورې په دولتي ادارو کې د ښځو ونډه دیرش سلنې ته ورسیږي. اوسمهال دا ونډه ۲۲ سلنه یادېږي.

اړونده مطالب