موږ ولې هر څه له عقیدې سره تړو؟

د انځور حقوق AFP

نژدې ټول هغه کسان چې ځیرک ټلیفونونه کاروي خپله ورځ د خپل ټلیفون سکرین ته په کتلو پیل او پای ته رسوي، په لومړي نظر کېدای شي له پیغامونو نیولې بیا تر خبرونو او چاپیریال کې تازه پېښو په اړه ټول مالومات له یوه واړه سکرین څخه تر لاسه کول د پرمختللې نړۍ د تمدن له کاروان سره د یو ګډ مزل نښه ښکاره شي خو، په حقیقت کې له بده مرغه داسې نه ده.

د ځېرکو ټلیفون لرونکو ټولې یوه وګړي په توګه مې د پای ورځ د یوه نه چندان عصري ټلیپانه سکرین ته په کتلو پیل کړه، د تل په شان مې تمه دا وه چې پدې ورځ به مې سترګې په نړیوالو ټولنیزو پلاټفورمونو کې البرټ انشټاین ته د زوکړې ورځ په جالبو ساینسي او خندوونکو پیغامونو پیل شي خو متاسفانه سږ د پای ورځ بدله وه. هو، سږ کال د پای ورځ تر ټولو په بد خبر پیل او ډېره بېخونده تېره شوه، سټیفن هاکنګ په خپل تګ سره نړۍ تر هغه تورو سوریو تیاره پرېښوده د کومو په اړه چې ده په خپل کتاب "د وخت لنډکی تاریخ" کې ویل د هاکینګ وړانګو په بڼه مالومات ترې څڅېږي.

هاوکنګ خپله د مرګ ورځ د هغه نامتو فزیکپوه د زوکړې له ورځې سره شریکه کړه د کوم د نسبیت عامې تیوري چې د هاوکنګ څېړنیز ژوند، کائیناتو او الهیاتو په اړه لید لوری د تل لپاره بدل کړ. آیا دا د هاکینګ لخوا یو محاسبه شوی عمل و چې د ده د مرګ او انشټاین د ژوند ورځ د پای ورځ شوه او که دا د کائیناتو هغه خالق له خوا یو عمل وو د کوم وجود چې ده تر پایه ونه مانه ؟

هاوکینګ په بېلابېلو مواردو کې یو الګو او نمونه شخص وو. دی د هغو معلولينو لپاره په یوه هیله بدل شو کومو چې د خپل فزیکي معلوليت له امله د بدن غړي او خپل فزیکي توان دلاسه وکړی وو، همداراز د هغو ساینسپوهانو لپاره په یوه نمونه بدل شو کومو چې تل په زاړو ساینسي تیوریانو د باور له امله عمرونه په لابراتوار کې د مطلوبې پایلې ترلاسه کولو لپاره تېر کړل.

د دې تر څنګ چې هاکینګ یو نه ماتېدونکی فزیکپوه، ستور پېژندونکی او د فزیک بنسټیزو تیوریانو تر مینځ یو مصلح ګڼل کېده، ده د ژوند یوه ستره برخه دېته هم وقف کړې وه چې عام وګړي له ساینس او ساینس له عامو وګړو سره پخلا کړي. د کارل زېګن، ټایسن او لاورنس کراوس په شان هاکینګ هم هڅه کولو چې ساینس په ټولنه کې د میراثي باورونو ځای ونیسي او خلک خپل چاپیریال، ژوند او کائیناتو ته له یوه نوی او پراخ لیدلورې وګوري.

له فزیکي اړخه معلول خو له ذهني اړخه نابغه هاکینګ به خپل د ټوکو مزاج مالګه په خورا پیچلو ساینسو موضوعاتو دوړوله تر څو یې مخاطبان په خوند سره هضم کړای سي. ده به کله کله په نړۍ کې روانو جګړو په اړه هم نظر ورکاوه او له دې به سخت ځورېدو چې ساینس ولې بشریت د هوساینې به ځای د ورانولو لپاره کاروي.

دی یو ټولنیز ژوند خوښوونکی انسان وو چې تل به یې د مصنوعي ځیرکتیا ټکنالوژي په پرمختګ خپله اندېښنه څرګندوله، دی پدې باور وو چې ماشینونو ته ورکوونکې مصنوعي ځيرکتیا به یوه ورځ له کنټرول څخه وزي او انساني ژوند به له مینځ وړي او تباه کوي به یې.

د انځور حقوق EPA
Image caption دغه فزیکپوه به د نړۍ په اکثرو پوهنتونونو کې لکچر ور کاوه.

د هغو کسانو لپاره چې ساینس او منطق تر بل هر باور لوړ ګڼي، د هاکینګ مرګ د یوه داسې انقلاب سرلاري مرګ ته ورته وو چې د وسلې پر ځای یې منطق او قلم کاراوه. دی زما په ګډون زښته ډېرو ته د ساینس او منطق یو داسې سرلاری وو چې د نړۍ او کائیناتو پراختیا په اړه پوښتنو ته یې تر بل هرچا منطقي ځوابونه لرل نو ځکه یې د مړینې په ورځ زه هم دېته لېواله وم چې د ده د مرګ په تړاو سیمه ایز او نړیوال غبرګونونه وګورم.

د غبرګونو په منځ کې زمونږ د هیوادوالو ځینې هغه ډېر جالب او اروا مړه کوونکي ول، چا ده ته دوزخ غوښتی وو، چا د ده مرګ د ستر څښتن لخوا له ده څخه د انتقام اخیستلو په مانا یادوه او چا بیا آن د هاکینګ په علمي اړخ لا یوه خبره نسوای تحمل کولای او لیکونکي او ویونکي یې د دین له دایرې څخه بهر ګڼل.

که همدې غبرګونونو ته بیخي له یوې مثبتې کړکۍ وګورو نو داسې ایسي چې بویه موږ ډېر ښه شوي یو، اوس نو د یوې نیمې لسیزې هغه ملت نه یو چې په نړۍ کې د یوه مهم کس او یا مهمې پېښې په اړه نظر څه کې د خبر وخت به یوه میاشت وروسته مونږ ته را رسېدو او همدارنګه دا هم ښيي چې مونږ د هاکینګ غوندې پوهانو نظرونه لولو او دېته وخت ورکوو چې پوه شو هغه څه وايي او په څه باور دی؟ دا د علم زدکړې او عامه پوهاوي د مونوپولیزم ماتېدنې په مانا هم اخیستل کېدای شي چې دا بیا هم یوه مثبت پرمختګ دی.

خو اوس خواشینونکي پوښتنې دا دي چې مونږ څوک یو چې د یو چا دومره علمي لاسبري ته یوازې د خپلو باورونو له زاویې وګورو؟ آیا مونږ ریښتیا پوهېږو چې هاکینګ څه کړي او په څه باور وو؟ آیا مونږ ریښتیا په ټوله مانا د هغه باورونو باندې پوی شوي یو؟ په هغه څه پوی شوي یو چې ده به ویل؟ د ده په ساینسي نظریاتو لا ډېر کم ساینسپوهان پوهېدل نو مونږ څنګه دا حق ځانته ورکوو چې د ده په عامو نظریاتو پوی شوي یو؟

څه ضمانت موجود دی چې هاکینګ له خپلې غوره کړل شوې لارې پرته له خپل خالق سره د وصل بله ښه لاره نه وه موندلې؟ څه پوهېږو چې دی اوس هم لا د حقیقت په لټه کې د جنون پولې ته رسېدلی و؟ دا ټولې هغه پوښتنې دي چې ځواب یې متاسفانه آسانه ندی او مونږ د دې سختو ځوابونو موندلو په ځای آسانه د بېدیني ټاپې وهنه غوره کړې.

د انځور حقوق AFP
Image caption هاکینګ په ځوانۍ که د یوې ناروغۍ له امله معلول شو.

جالبه ده چې مونږ د هغې ټکنالوژۍ په کارولو سره هاکینګ ته دوزخونه غواړو او لعنتونه پرې وایو چې ده ته ورته پوهانو جوړه کړې، اوس بیا پوښتنه دا ده چې د همدې ټکنالوژي په کارولو سره په حقیقت کې مونږ له همدې پوهانو سره مرسته کوو نو که خبره بیا په همدې تله تلو نو بیا خو مونږ هم له دوۍ سره همدې ګناه کې شریک یو.

په هر حال دا ډېره دردوونکې ده چې د هاکینګ دومره پراخ علمیت کې مونږ یوازې پدومره پوهېږو چې هغه د دین په اړه له مونږ څخه متفاوت باور درلود نو باید په دوزخ کې وسیځل شي، په عصري نړۍ کې هم زښته ډېر وګړي شته چې د هاکینګ له باورونو سره همغږي ندي خو بیا هم هغوی له هاکینګ سره د یوه عالم په توګه چلند کوي او د هغه له عقیدې سره چې د هغه او خپل څښتن تر مینځ یې بیخي شخصي اړیکه ده هیڅ کار نلري، چې دا مونږ ولې کار پکې لرو؟

د هاکینګ مرګ په تړوا غبرګونونو ته په کتو سره دا سوچ کره شو چې د ځېرمن ټلیپانه یا ټولنیز ګڼوڼ هر لرونکی وګړی نه ځیرمن دی او نه هم د ده له پوهې سره کوم تړاو لرلای شي، داسې ښکاري چې هر څوک په خپل ټلیپانه یا کمپیوټر کې یوازې هغه مالومات ګوري کوم چې د ده له باور سره اړخ لګوي، دا چاره د ټولنو پرمختګ ته هیڅ ګټه نکوي، تجاربو ثابته کړې چې د ټولنو فکري وده او پرمختګ د افکارو به غیر متجانس والي او د لیدلوري په پراختیا کې ده، یوازې له یوې مفکورې، ډلې او ګروپ سره فزیکي، مجازي او فکري تړاو ساتل د فکري ودې لپاره فلج کوونکي زهر دي.

داسې ایسې چې په افغاني ټولنه کې د افکارو یو خاموشه بحران موجود دی، د دې بحران پای ته رسول زمونږ هر یوه دنده ده. دا چاره د پرمختللو ټولنو په څېر باید له پوهنتونونو او علمي مرکزونو پیل شي، هلته دې داسې مسائل آزاد بحث ته واچول شي چې تراوسه یې یادول لا یوڅه زړه خوږی او جرائت غواړي، پدې بحثونو کي دې ساینس او منطق ته تر بل هر باور اولویت ورکړل شي ترڅو ټولنه سوکه سوکه خپل د تورو شپو بړستن نوره ونغاړي. کېدای شي دا چاره په لمړي سر کې ډېره غوغا جوړه کړي خو که یې پیل نکړو نو د ټولنې فکري انجماد ماتول ناشونی دی.

د انځور حقوق AFP
Image caption د ښاعلي هاکېنګ کتاب (د وخت لنډ تاریخ) ۱۰ میلیونه ټوکه پلورل شوی.

داسې احساس کووم چې کاشکې پر انټرنټ او ځېرمن ټلیپانه کارونې تر هغو بندیز وای تر څو چې دا ډاډ نه حاصلېدای چې دا کاروونکی کس اوس نو فکري بدلون ته آماده دی خو د ټکنالوژي یو منفي اړخ همدا دی چې کلک فلټر او کنټرول پرې ناشونی دی او هروخت کېدای شي ناوړه وکارول شي چې دا اندېښنه تر مرګه پورې د هاکینګ اندېښنه هم وه. پدې هیله چې ساینس او منطق مو یوه ورځ د ژوندپه هره برخه کې تصمیم ونیسي.

په امریکايي کالیزه کې د مارچ څوارلسمې ته ځکه د پای ورځ وايي چې په ریاضي، فزیک، هندسه او مثلثاتو کې پای یا π یو عددي قیمت لري چې ۳.۱۴ ده او دا د دریمې میاشتې یانې مارچ څوارلمسه ورځ راځي.