د یوې هلمندۍ مور غمیزه

Image caption د کلثوم دوه زامن له افغان پوځ او یو زوی یې له طالبانو سره وژل شوی

افغانستان کې د امریکا په مشرۍ ۱۷ کلنې جګړې ډېرې تراژیدۍ زېږولې دي.

په دې کې یوه هم د یوې هلمندۍ مور "کلثومه" د ژوند له غمه ډکه کیسه ده.

د کلثوم دوه زامنو د افغان پوځ په لیکو کې کې دنده ترسره کوله اغو هماغلته وژل شوي.

یو بل زوی یې بیا له طالبانو سره و او د هغوی تر بیرغ لاندې وژل شوی.

د افغانستان په سوېل کې پروت هلمند ولایت د روانې جګړې په لومړیو کلونو کې د طالبانو مرکز و.

هغه مهال دا ولایت د افغان او بهرنیو ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ د جګړې خونړی ډګر بلل کېده.

د ۵۵ کلنې کلثوم په سترګو کې اوښکې وچې شوې خو به غږ کې یې وېر او غم احساسېږي.

Image caption کلثوم وایي که افغانستان کې امن وای زامن به یې نه وژل کېدل

د خپلو زامنو د نیمګړي ژوند په اړه وایي:

"مشر زوی مې له طالبانو سره شهید شو. دا دوه نور له حکومت سره شهیدان شول. د یوه دوه میاشتې پوره شوې چې دا بل په دریمه ورسره شهید شو. د مارجې په جنګونو کې. دا دویم دریم کال دی چې موږ راغلي یو او د لښکرګاره په سرایونو کې اړوو. د یو بل ذکات ته مو سترګې نیولي وي چې څوک به مرسته راسره وکړي. په پاچاهي په کراره وای نو ولې به زموږ زامن مړه کېدلی؟ که پاچاهي په کراره وای نه به له طالبانو سره وای نه له عسکرو سره. اوس خو مې یو ځای نیستي شوه او بل ځای غمونه"

د کلثوم زړه داغل شوې. د وژل شویو دریو زامنو انځورونه یې په ټټر پورې کلک نیولي دي. اوس د هلمند په مرکز لښکرګاه کې له څلورم زوی سره اوسېږي.

هلمند کې پرلت کوونکو د نه خوړلو اعتصاب پیل کړ

"د سولې غوښتنه د وسلوالو طالبانو د تسلیمېدو په مانا نه ده"

" که سبا ته په ځانمرګي بريد کې ومرم"

هلمند کې دا مور له افغان حکومت او طالب مشرانو څخه سرټکوي او وايي، دوه زامن یې په پوځ کې او بل زوی یې د طالبانو په خدمت کې ووژل شو خو هېچا دې ته د مرستې لاس ورنکړ او په بدو حالاتو کې یوازې پرېښودل شوې.

د کلثوم خاوند څو کاله مخکې د ناروغۍ له کبله مړ شو اوس یې یوازینۍ هیله په افغانستان کې د جګړې ختمېدل دي. غواړي چې یتیمان او کونډې په نیکمرغۍ کې ژوند وکړي.

دا یوازینۍ مور نه ده چې جګړې د غم په ټغر کښېنولې بلکې یوازې هلمند کې سلګونه کورنۍ په دې برخلیک اخته شوې دي.

Image caption یو شمېر هلمندیانو د سولې لپاره لښکرګاه کې خیمه وهلې

اوس چې د هلمندیانو د زغم لمن ډکه شوې نو له څو ورځو راهیسې یې هلمند کې د سولې لپاره د تحصن خیمه وهلې.

په دې خیمه کې راټول شوي کسان وایي، تر هغې چې طالبان سوله ونه کړي، دوی به خپل سوله ییز او مدني احتجاج ته دوام ور کوي.

د دوی غږ د افغانستان تر شمال او لویدیځه رسیدلی او مخکښو لوبغاړو ، مدني فعالانو او عامو وګړو له دوی سره په ملاتړ غږ پورته کړی دی.

ورته مطالب