په هلمند کې سولې ته هیله من
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

په هلمند کې سولې ته هیله من

اسلام اباد کې د پښتون ژغورنې غورځنګ له پرلت راهيسې، د افغانستان بېلابېلو برخو کې هم لاريونونه او احتجاجي ناستې کېږي.

يو يې هم هلمند کې د سولې پرلت دی، چې تنظيموونکي يې وايي د طالبانو تر ولکې لاندې سيمو کې هم اوس د سولې فکر پيدا شوى دى.

تېره مياشت په لښکرگاه کې له يوه لوبغالي بهر له ځانمرگي بريد وروسته هلمندي ځوانانو احتجاجي پرلت پيل کړ او له حکومت او طالبانو دواړو يې غوښتل چې اوربند ته غاړه کېږدي. کابل کې اسد الله لودين د هلمندي ځوانانو له ډلې اقبال خيبر غږولى چې دغه هڅې يې تر کومه ځايه رسېدلې دي؟