"د کورنۍ د خلاصون لپاره مې ۹۰ زره ډالر ورکړل"

د انځور حقوق LEILA MOLANA_ALLEN
Image caption خالد له خپلو ماشومانو سره.

خالد العلي له خپلې مېرمنې او ماشومانو سره هغه مهال له کوره وتښتېد چې اسلامي دولت نومې ډلې یې په ۲۰۱۴ کې په ښار برید وکړ، خو د ده د کورنۍ ۱۹ نور غړي ونیول شول. د تېرو څلورو کلونو په اوږدو کې ده د لسو کسانو د خلاصون لپاره ۹۰ زره امریکايي ډالر ورکړي. خو اوس، د اسلامي دولت نومې ډلې له ماتې وروسته دی ویرېږي او وایي د کورنۍ پاتې غړو د ژوندي پاتې کېدو هیلې یې کمې دي.

تېر کال د سپټمبر په ۲۶مه یو سور پیکپ ډوله موټر د شمالي عراق کردي سیمې شریا ته ننوتله.

په موټر کې ۱۶ کلنه شیما ناسته وه. کله چې موټر نږدې له دوړو ډک کلي ته ورسېد، نو کورنۍ او خپلوان یې راټول شول او شیما له دوی سره یو ځای شوه.

دا له اسلامي دولت نومې ډلې سره د شیما له درې کاله بند وروسته راستنېدنه وه، په دې موده کې دا له یوه جنګیالي په بل پلورل شوې وه او د عراق او سوریې تر منځ مورچل په مورچل ګرځېدلې وه.

د انځور حقوق LEILA MOLANA_ALLEN
Image caption اسلامي دولت نومې ډلې د خپلو بندیانو په لاسونو دا ډول خالونه جوړ کړي.

اوس د دې تره خالد العلي دا د ۱۶ زره امریکايي ډالرو په بدل کې راخوشې کړې ده.

پیل یې څنګه و؟

د خالد هغه شپه په یاد ده چې د ۲۰۱۴ د اګست پر ۲مه د اسلامي دولت جنګیالي د سنجر ښار ته راورسېدل. هغه شپه هېچا خوب ونکړ.

خالد وایي "په سویل کې جګړه پيل شوې وه، موږ ټول وېرېدو."

"راتلونکې ورځ، له سهارنۍ مخکې موږ چیغې وارېدې، ما دروازه خلاصه کړه او له خلکو مې وپوښتل چې څه شوي؟ ټولو ویل د اسلامي دولت جنګیالي رارسېدلي. ټول وېرېدل، هغوی چې موټر درلودل غرونو ته وتښتېل، خو ما موټر نه درلود."

خالد له خپل جنراتور څلور لیتره تېل وایستل او ګاونډي ته یې ورکړل، هغه ورسره ومنله چې خالد، میندواره مېرمن او شپږ ماشومان یې خوندي ځای ته ورسوي.

د انځور حقوق LEILA MOLANA_ALLEN
Image caption په کوردستان کې تش کلي.

خو کله چې د سنجر غره سیمې ته ورسېدل، د ده پام شو چې په بیړه کې ترې لپټاپ کمپیوټر، ځینې شخصي اسناد او پیسې پاتې دي، دوی همدلته له موټره کوز شول چې پرېکړه وکړي څه وکړي.

د خالد مېرمنې ده ته اجازه ورنکړه چې بېرته وګرځي، خو یو زوی یې پرېښود چې بېرته وګرځي. په لاره هغه د خالد له ورور دخیل سره ولیدل چې د سنجر غره پر لور روان و. د دخیل یو زوی هم ورسره شو. دوی دواړه وروسته خبر شول چې دخیل او کورنۍ یې اسلامي دولت نومې ډلې نیولي.

خالد وویل "څوک چې د غره په لمنه کې پاتې شول د اسلامي دولت غړو ونیول، او هغوی چې پورته وختل وژغورل شول."

ده څو ځله خپل ورور ته تیلیفون وکړ، بالاخره چا ځواب ورکړ او ورته ویې ویل چې موږ د اسلامي دولت غړي یو، ده سملاسي ټلیفون بند کړ.

وروسته یې زوی او وراره هم ورسره یو ځای شول او خالد یو ټراکټور وموند او کورنۍ یې د سوریې د پولې په لور بوتله او له هغو سیمو تېر شول چې لنډه موده وروسته اسلامي دولت ونیولي.

د ډزو او نښه ویشتونکو له نظره پټ دوی ۲۴ ساعته وروسته له هغې چې خپل کور یې پرېښی و د عراقي کوردستان شریا کلي ته ورسېدل.

خالد د خپل ورور د کورنۍ په هکله خپه و. د سنجر د نورو اوسېدونکو په څېر دوی د یزیدي لږکیو له ډلې وو چې اسلامي دولت شیطان پرست بلل. د اسلامي دولت په لاس د دوی مرګ یا غلامي بیخي حتمي وه.

یو کال وروسته په مې کې خالد له قاچاق وړونکو معلومات ترلاسه کړل چې اسلامي دولت نیول شوي ماشومان او ښځې سوریې ته لېږدولي. وروسته جنګیالیو د دوی تصویرونه په خواله رسنیو د پلور لپاره شریکول او په هر یوه یې بیه ټاکلې وه.

خالد چې دا مهال د کور دننه د بې ځایه شویو په پنډغالي کې د بیولوژي ښوونکی و له ځانه سره یې فکر وکړ چې کېدی شي دا یې لاره وي چې کورنۍ یې بېرته خوشې کړي.

په راتلونکو کلونو کې ده ډېرې شپې بې خوبه تېرې کړې او له ډول ډول خلکو سره یې سرو کار درلود، خو کله چې تېر کال اسلامي دولت نومې ډله مخ پر ماتېدو وه، ده ۹۰ زره امریکایي ډالر راټول کړي وو او د کورنۍ ۱۰ غړي یې ژغورلي وو. شیما یې وروستۍ وه چې د ختیځې سوریې له دیر ازور ښار څخه د اسلامي دولت ډلې له وتلو مخکې راخوشې شوه.

د انځور حقوق LEILA MOLANA_ALLEN
Image caption کوردان د داعش لخوا ډېر په نښه شوي.

خالد وایي ده له جنګیالیو سره مخامخ خبرې ونکړې او له شبکو او بېلابېلو ډلو او منځګړیو څخه یې کار اخیست.

ډېری وختونه هغه کسان چې په دې معاملو کې ښکېل وو په عراق او سوریه کې یې کار کاوه او هر یوه خپله بېله برخه غوښته. دا کار خطرناک و، اسلامي دولت نومې ډلې به که هغه کسان چې د دغو بندیانو په خوشي کولو او قاچاق پسې راتلل نیولي وی نو وژلي به یې وو.

خالد د دریو میاشتو په اوږدو کې شیما راخوشې کړه.

یزیدیان په بند کې

  • په ۲۰۱۴ کې اسلامي دولت نومې ډلې ۶۵۰۰ یزیدیان ونیول، چې ۳۱۵۰ یې تر اوسه بې درکه دي
  • تایید شوي رپوټونه نشته چې څو کسان یې په بند کې وژل شوي دي
  • په سنجر ولسوالۍ کې ډله ییز قبرونه موندل شوي دي
  • هغوی چې خوشي شي ډېری یې په ورته عملیاتو کې راخوشي شوي دي

خلاصون او پیسې

خالد دوو منځګړیو ته د وټس اپ پیغامونو کې د کورنۍ د غړیو تصویرونه ولېږل، ده ته وویل شول چې شیما به ژر خوشې شي. ده ۱۶ زره ډالر چمتو کړل.

تر دریو ورځو ده هېڅ وا نه ورېدل.

دی وايي "موږ واورېدل چې په منځګړیو برید وشو او اسلامي دولت نومې ډلې بندیان کړي."

له هغې وروسته د قاچاق وړونکو له بلې ډلې سره تماس ونیول شو چې د ژغورلو دغه عملیات پیل کړي.

خالد وایي "منځګړي تیلیفون راته وکړ راته ویل یې چې پیسې چمتو کړه، یوه اونۍ وروسته موږ عملیات کوو او کس دې راخلاصوو."

خالد وایي یوه اونۍ یې خوب نه دی کړی.

خالد په وینا د خپلوانو په راخوشي کولو کې یې د پیسو راټولول تر ټولو ستونزمن کار و.

ده باید ۳۸ زره او پنځه سوه ډالر د خپلې ورېندارې، خور او د هغې د بچیانو د خلاصون لپاره ورکړي وی. بیا یې باید ۲۹ زره ډالر د خپلې نږور د خلاصون لپاره ورکړي وی. دا ټولې پیسې له کومه شوې؟

"ما پیسې نه درلودې، ځکه مې له خلکو پور کړې. انډیوالانو مې ۵۰ ډالره او ۱۰۰ ډالره راکړل." خالد زیاته کړه "یوه ملګري مې چې پارلمان کې یې کار کاوه ۳۰۰۰ ډالر راکړل. له جرمني مې خپلوانو یو څه پیسې راواستولې."

په ټوله کې ده ۹۰ زره امریکايي ډالر راټول کړل او د کورنۍ ۱۰ کسان یې وژغورل، چې ۹ کسان یې ښځې وې، یوازې یو ماشوم وراره یې و.

که څه هم په ده تور لګېدلی شي چې پیسو په ورکړه یې له ترهګرۍ سره مرسته کړې، خو ده ته د کورنۍ د غړو خوشي کول مهم وو.

خو ځایي چارواکي وایي دوی پوهېږي چې یزیدي کورنیو څه کول. ځکه خو که دوی غوښتل سوریې ته پیسې واستوي باید له امنیتي ځواکونو یې اجازه ترلاسه کړې وی.

د انځور حقوق LEILA MOLANA_ALLEN
Image caption د بندیانو په بدن د ځورونې نښې ښکاري.

که څه هم اسلامي دولت نومې ډلې د ده خپلوان تښتولي وو، د دغه ډلې ماتې د هغو کسانو موندل لا ګران کړي چې د دوی له لوري تښتول شوي وو.

د خالد ورور دخیل، څلور زامن یې، نږور او دوه ماشومان یې او د خالد د خور خاوند هغه کسان دي چې لا بې درکه دي.

ډېر امکان لري چې دغه کسان یا د اسلامي دولت ډلې یا د بهرنیو متحدینو په برید کې وژل شوي وي، دی وایي امکان شته ځینې خلک په کور دننه بې ځایه شویو پنډغالو کې وي، په بند کې او یا هم په ځینو خوندي ساتل شویو سیمو کې وي.

خالد وایي هېڅکله بشپړ ډاډ نشي ترلاسه کولی.

ځکه خو یې که د کورنۍ غړي وژل شوي هم وي، باید کره شي.

دی زیاتوي "که یو بندي کس وژل کېږي، د دې منل ډېر سخت وي، کاشکي ما یې مړي لیدلي وی، زه غواړم ډاډه شم چې دوی رښتیا مړه شوي."