ښوونځي د رای ورکولو نوملیکنې ته مناسب دي؟

د نوملیکنې مرکز د انځور حقوق Reuters
Image caption د نوملیکنې د مرکزونو ډېره برخه په دولتي ښوونځیو او جوماتونو کې ده

د افغانستان پوهنې وزارت وايي، د هغو ښوونځیو امنیت په باره کې اندېښمن دی چې د ولسې جرګې او ولسوالیو شوراګانو د را روانو ټاکنو لپاره د رایو د نوملیکنې مرکزونه پکې جوړ شوي دي.

د دغه وزارت چارواکو له امنیتي بنسټونو د هغو ښوونځیو د امنیت ساتنې غوښتنه کړې چې یاد مرکزونه پکې جوړ شوي.

په وروستیو ورځو کې په بادغیس، غور، بغلان، ننګرهار او کابل کې د رايو ورکولو د نوملیکنې او تذکرو د وېش پر مرکزونو پرله پسې بریدونو یو شمېر خلک د امنیت په اړه ډېر اندېښمن کړي دي.

د نوملیکنې د مرکزونو ډېره برخه یې په دولتي ښوونځیو او جوماتونو کې ده نو ځکه د زدکوونکو مور او پلار هم هره ورځ ښوونځیو ته د دوی د اولادونو د تګ او هلته د هغوی د امنیت او خوندیتوب په هکله د تېر پرتله ډېر اندېښمن دي.

د پارلماني ټاکنو لپاره نوم لیکنه پیل شوه

د غزني اوسېدونکې شریفه وايي، دوې خویندې یې ښوونځي ته ځي او د هغوی په ښوونځي کې د رايې ورکولو د نوملیکنې مرکز پرانیستل شوی دی. نو په همدې وجه د هغوی خوندیتوب ته اندېښمنه ده:

"کله چې کابل کې چاودنه وشوه، نو موږ دوی ته ډېر اندېښمن یو چې دوی به کله له ښوونځي نه کور ته راستنېږي؛ ځکه د غزني پر ښوونځیو هم وشي. موږ د رای ورکولو هغو مرکزونو په اړه اندېښمن یو چې د رای ورکولو لپاره د نوملیکنې مرکزونه پکې جوړ شوي."

د انځور حقوق Reuters
Image caption په وروستیو ورځو کې په بادغیس، غور، بغلان، ننګرهار او کابل کې د رايو ورکولو د نوملیکنې او تذکرو د وېش پر مرکزونو پرله پسې بریدونو یو شمېر خلک د امنیت په اړه ډېر اندېښمن کړي دي.

بل خوا، بلخ کې یو شمېر فعالانو په همدې هکله مظاهره کړي او حکومت ته یې د رايي ورکولو لپاره د نوملیکنې د مرکزونو د امنیت په نه ساتلو تورن کړی.

د دوی له ډلې نجیب پیکان بي بي سي وویل. که امنیتي بنسټونو د رایې ورکولو لپاره د نوملیکنې مرکزونو امنیت ساتنې ته جدي پاملرنه و نه کړي، نو د خلکو په منځ کې د امنیت په اړه اندېښمنې لا هم زیاتې شي.

بل پلو، د افغانستان پوهنې وزارت د رسنیو د برخي مشر کبیرحقمل وايی، وزارت ته یې یادې اندېښني له امنیتي بنسټونو سره شریکې کړې دي.

د افغانستان ټاکنو خپلواک کمیسیون کمیشنر حفیظ الله هاشمي وايي لا تر اوسه یې د پوهنې وزارت له خوا داسې رسمي خبر نه دی تر لاسه کړي چې د زدکوونکو مور او پلار دې په ښوونځیو کې د خپلو اولادونو د امنیت په اړه اندېښنه څرګنده کړي وي.

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
کابل کې تر بريد وروسته د نومليکنې بهير پيل شوی

لس ورځې مخکې په افغانستان کې د ولسې جرګې او ولسوالیو شوراګانیو را روانو ټاکنو کې د ګډون په موخه د نوملیکنې مرکزونه پرانیستل شوي چې د وسلوالو طالبانو او داعش ډله پر دغو مرکزونو پرله پسې خونړي بریدونه کړي.

ظاهراً ویل کېږي لا تر اوسه د را روانو ټاکنو پر وړاندې تر ټولو لویه ستونزه د امنیت نشتوالی دی او ولسمشر محمد اشرف غني هم ټولو امنیتي بنسټونو ته لارښوونه کړي چې د رایې ورکولو لپاره د نوملیکنې مرکزونو امنیت ساتنې ته جدي پاملرنه وکړي.

د انځور حقوق Reuters
Image caption د غزني اوسېدونکې شریفه وايي، دوې خویندې یې ښوونځي ته ځي او د هغوی په ښوونځي کې د رايې ورکولو د نوملیکنې مرکز پرانیستل شوی دی. نو په همدې وجه د هغوی خوندیتوب ته اندېښمنه ده

ورته مطالب