ترکیه: ۳ میاشتو کې ۳۰ زره افغان کډوال راغلي

د انځور حقوق Getty Images
Image caption زرګونه افغان کډوال دا مهال په ترکیه کې ژوند کوي

د ترکیې حکومت ویلي، د روان ۲۰۱۸ کال په لومړیو درېیو میاشتو کې ۳۰ زره افغان پناه غوښتونکي دې هېواد ته ورغلي دي چې د تېر کال په پرتله څو برابره زیاتوالی ښيي.

د ۲۰۱۷ کال په ترڅ کې دا شمېره ۴۵ زرو ته رسېده.

بخښنې نړیوال سازمان د شمېرو له مخې دا مهال کابو ۱۴۵ زره افغانان په ترکیې د کډوالۍ شپې ورځې سبا کوي.

یاد سازمان له دې کبله هم د ترکیې پر حکومت نیوکه کړې چې زرګونه افغان کډوال یې په زور بېرته افغانستان ته لېږلي.

د سازمان یوې څېړونکې انا شیه ویلي، زرګونه تنه نور افغان کډوال دا مهال په ترکي زندانونو کې شپې سبا کوي، او د مجرمینو په څېر چلن ورسره کېږي.

انقرې ویلي، د کډوالۍ د بې سارې څپې د مخنیوي په موخه په اګري او ایغدیر ولایتونو کې له ایران سره پر خپله ګډه پوله دېوال جوړوي.

د ترکیې کورنیو چارو وزارت د شمېرو له مخې، هره ورځ له ایرانه ۳۰۰ افغان کډوال ترکیې ته اوړي.

بهر ته د افغانانو له کډوالۍ سره هم مهاله، نږدې هره اونۍ د ترکیې دولت یو شمېر ناقانونه کډوال بېرته کابل ته راستوي.

افغان کډوال ترکیې ته د رسېدو لپاره د ایران له خاورې باید تېر شي. انساني قاچاق وړونکي د ایران او ترکیې ترمنځ له غره ییزو او پېچلو لارو د هر یوه کډوال اړولو پر سر له ۶۰۰ تر ۱۰۰۰ ډالرو اخلي.

خو ترکیې ته په دومره لوی شمېر د افغان کډوالو ورتګ د دغه هېواد چارواکي اندېښمن کړي.

انقرې میاشت مخکې د افغان کډوالو ایستلو لړۍ پیل کړه او د بشري حقونو ملاتړو سازمانونو له مخالفت سره سره یې، تر اوسه څه باندې ۷ زره کډوال په الوتکو کې کابل ته لېږلي.

ورته مطالب