د احمد شاه د جنازې مراسم
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د احمد شاه د جنازې مراسم

د بي بي سي د ځوانیمرګ خبریال احمدشاه جنازه نن (سه شنبه) د خوست په متون کې د ارواښاد په پلرنۍ هدیره کې خاوروته وسپارل شوه. احمدشاه تېره ورځ خوست ښار ته نژدې ناپېژانده وسله والو وواژه. زموږ همکار اسدالله لودین وایي چې له پرون راهیسې د افغان خبریالانو پر کورنۍ د غم ټغر خور دی.