د پاکستان قاضي القضات: د هزاره وګړو توکم وژنه روانه ده

هزاره د انځور حقوق AFP
Image caption په کوټه ښار کې کابو پنځه لکه هزاره وګړي ژوند کوي

د پاکستان د سترې محکمې رئیس ویلي، داسې ښکاري چې په دې هېواد کې د هزاره وګړو توکم وژنه روانه ده.

قاضي القُضات ثاقب نثار ويلي، پاکستان کې د هزاره وګړو وضعیت د اندېښنې وړ دی، او ستره محکمه اړه شوې چې دې موضوع ته پام وکړي.

نوموړي دا څرګندونې په کوټه کې هغه مهال وکړې چې په محکمه کې یې د هزاره وګړو د هدفي وژنو په تړاو یوه قضیه اورېده.

قاضي القضات په خپلو څرګندونو کې ویلي، د هزاره وګړو د هدفي وژنو د غندنې لپاره هېڅ ټکي نه لري.

نوموړې زیاته کړه، که د پاکستان حکومت د هزاره وګړو امنیت نشي ټینګولی نو لږ تر لږه د ژوند کولو کومه بله لار دې ورته وښيي.

څه موده وړاندې د جلیله حیدر په نامه یوې وکیلې د هزاره وګړو د هدفي وژنو پر ضد په کوټه کې د نه خوړلو اعتصاب پیل کړی و.

نوموړې د پاکستان د پوځ له مشر سره تر کتنې وروسته خپل اعتصاب پای ته ورساوه.

د انځور حقوق Supreme court of Pakistan
Image caption د پاکستان د سترې محکمې رئیس ثاقب نثار وایي، د هزاره وګړو توکم وژنه روانه ده

د بلوچستان د پولیسو مشر معظم جاه انصاري هم محکمې ته وویل، د هزاره وګړو لپاره ۲۰۰۸ کال تر ټول خونړی و، او ټولټال ۲۰۸ کسان په دې کال کې په هدفي توګه ووژل شول.

نوموړي زیاته کړه، د امنیتي ارګانونو د هلو ځلو په پایله کې اوس د دا ډول وژنې کمې شوې دي.

قاضي القضات ثاقب نثار د پاکستان استخباراتي ادارو ته امر وکړ چې د هزاره وګړو د هدفي وژنو لاملونه او څرنګوالی مالوم کړي.

د بلوچستان په مرکز کوټه ښار کې شاوخوا پنځه لکه هزاره وګړي ژوند کوي، چې ډېری برخه یې شیعه دي.

د پاکستان د بشري حقونو کمیسیون وایي، په تېرو پنځو کالو کې په دې هېواد کې شاوخوا ۵۰۰ هزاره وګړي په هدفي توګه وژل شوي.

خو د هزاره وګړو د د حقونو ادارې وایي، په دې موده کې د وژل شویو کسانو شمېر تر ۲۰۰۰ هم اوړي.

ورته مطالب