افغانستان کې د نشه یي توکو کاروبار ارزښت ۶.۶ ملیارډ ډالرو ته رسېدلی

.
Image caption پخوا له دې امله کلنی عاید شااوخوا درې میلیارده ډالره و، خو اوس تر شپږ میلیاردو پورې رسیږي.

د افغان حکومت او ملګرو ملتونو د نشه یي توکو او جرمونو ادارې یو راپور ښيي چې تېر۲۰۱۷ کال کې د نشه یي توکو د تولید او کرکیلې ډیروالي ناقانونه اقتصاد ته وده ورکړې ده.

په راپور کې راغلي چې له دې امله عواید د څلورو او شپږ میلیاردو ډالرو ترمنځ دي چې د افغانستان د ټولو ناخالصه عوایدو شااوخوا دیرش سلنې سره برابر دي.

د ملګرو ملتونو د نشه یي توکو او جرمونو اداري مشر مارک کولون د دغه راپور د خپرېدو پر مهال وویل:

"پروسږکال افغانستان کې شااوخوا ۹ زره ټنه تریاک تولید شوي دي، د نشه یي توکو د دغه ناقانونه اقتصاد کچه د ټول هېواد د کرنیزو محصولاتو په اندازه ده، دلته د نشه یي توکو د سوداګرۍ ارزښت د ۴ اعشاره یو او ۶ اعشاریه شپږ میلیارده ډالرو ترمنځ ده، دا عاید د ټول افغانستان د ناخالصه عوایدو شل تر دیرش سلنې سره برابر دی."

* د کوکنارو کښت زیات شوی؛ پولیس او طالبان له بزګرو باج اخلي

* افغان حکومت نیول شوي تریاک پلوري

* ستاسې غږ: پیسې لګېږي خو کوکنار نه کمېږي، ولې؟

د نشه یي توکو د کاراو بار د اقتصادي او ټولنیز اړخ راپور په ۱۳۰۰ کلیو کې د څه باندې څلور زره بزګرو او ۱۲۰۰ قومي مشرانو د مرکو پر بنسټ جوړ شوی دی.

د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې وزارت وایي، له نیمایي ډېرو بزګرو ویلي، د بې وزلۍ له امله کوکنار کري او له همدې لارې د کورنۍ لګښتونه برابروي.

د دغه وزارت مرستیال جاوید قایم وایي، د نشه یي توکو پر وړاندې مبارزه کې د دوی تازه جوړو شویو تګلارو او په دې مبارزه کې د نړیوالو د پام وړ ښکېلتیا دوی ته هیلې ورکړي چې دغه مبارزه به راتلونکې که ښه پایله ورکړي:

"تریاک او ناامني څنګ په څنګ مخ ته ځي، دا چې کوم یو د کوم یوه لامل کیږي، دا توپیر ګران دی، خو چیرته چې ناامني وي، نشه یي توکي پکې پیدا کیږي، په همدې خاطر دا مبارزه هم سخته ده."

Image caption د بي بي سي موندنې ښيي چې سږ کال په هیڅ یوه ولایت کې هم د کوکنارو د اړولو کمپاین نه دی پلی شوی

ښاغلی قایم وایي هر کال د دوی پولیس د نشه یي توکو مافیا ته څلور-پنځه سوه میلیونه ډالره زیان اړوي:

" د نړیوالو ځواکونو له خوا د نشه یي توکو د پروسس د مرکزونو په نښه کول روان دي، غواړو ملي اردو سره څنګ په څنګ د نشه یي توکو د مخنیوي کمپاین مخ ته یوسو، یعنې هغوی چې سیمې چاڼ کوي، زمونږ پولیس به کوکنار په کې له منځه وړي، دا به مثبتې پایلې ولري."

په همدې حال کې د بي بي سي موندنې ښيي چې سږ کال په هیڅ یوه ولایت کې هم د کوکنارو د اړولو کمپاین نه دی پلی شوی. د بي بي سي موندونو کې دا هم راغلي چې ځایي پولیس د نشه یي توکو د کرلو په بدل کې له بزګرو پیسې اخلي.

ورته مطالب