په کومو هېوادونو کې روژه تر نورو اوږده ده؟

د انځور حقوق EPA

څومره چې روژه د پسرلي وروستیو او د دوبي لومړنیو ورځو ته نږدې کېږي د روژتیانو لپاره سختېږي.

په دغو ورځو چې دوبنۍ ګرمه هوا کې بدن ډېرو اوبو ته اړتیا لري، اوږده ورځني ساعتونه هم روژتي ته بله ستونزه وي، چې په شمالي اروپا او امریکا کې له ۲۰ تر ۲۲ ګړیو رسېږي.

خو اپوټه سوېلي نیمه کوره کې- چې د مسلمانانو شمېر تر شمالي نیمې کورې کم دی- د پسرلي وروستیو او د دوبي لومړیو کې ورځې ډېرې لنډې وي؛ لکه په دې ورځو کې د سهار او ماښام د اذان ترمنځ نږدې لس ګړۍ وخت دی.

خو په دې ورځو کې د شمالي اروپا د ناروې او سوېډن په څېر هېوادونو کې د سهار او ماښام اذان له امله روژتي له ۲۰ ګړیو ډېره روژه نیسي.

* روژه او د مسلمانانو لپاره یې ارزښت

* روژه مو بدن کې کوم بدلونونه راولي؟

په ګرینلېنډ ټاپو کې روژه ۲۲ ساعتونو ته رسېږي او هغه مسلمان چې غواړي ټوله میاشت روژه ونیسي، هره ورځ نږدې دوه ګړۍ د خوراک څښاک لپاره لري.

سږکال افغانستان، پاکستان او تاجکستان کې روژه نږدې ۱۶ ګړۍ او ایران کې ۱۶ نیم ساعته ده.

په ځینې هېوادونو کې روژتیان ګرمه دوبنۍ هوا کې چې ان تر ۴۰ سانتي ګراد درجې لوړه ده روژه نیسي.

د ینپوهان څه وايي؟

ر د انځور حقوق EPA
Image caption افغانستان او پاکستان کې نږدې ۱۶ ګړۍ روژه نیول کېږي.

له دې مخکې د برتانیا د مسلمانانو شورا روژتیانو ته خبرداری ور کړی و، چې ګرمو او اوږدو ورځو کې د خپلې روغتیا خیال وساتي.

دغې شورا ویلي، د بدن کمې اوبه روژتي ته سخت خطر پېښولی شي، ځکه باید د ماښام له روژه ماتي تر پېشلمي ډېرې اوبه وڅښي.

برتانیا کې د روژې وروستیو ورځو کې د سهار او ماښام د اذان ترمنځ واټن ۱۹ ګړیو ته رسېږي.

لندن کې د دینپوهنې استاد اوسامه حسن وايي، په هغو هېوادونو کې چې شمالي قطب ته نږدې دي او دوبنۍ اوږدې ورځې لري مسلمانان په روژه کې د هغو ساعتونو په اندازه روژه نیولی شي چې مکه مکرمه ښار کې نیول کېږي.

نوموړی زیاتوي چې دغو هېوادونو کې مسلمانان باید له ۱۵ ګړیو ډېره روژه ونه نیسي.

* روژه: شپږ شیان چې باید په پام کې یې ونیسو

* د برتانیا څلورم چینل روژه کې اذان خپروي

ځینې شیعه عالمان هم باوري دي چې کومو سیمو کې د سهار او ماښام اذان ترمنځ واټن نږدې ۲۰ ګړۍ وي، نو روژتیان مجبور نه دي، چې دغه ټول ساعتونه روژه ونیسي.

دوی وايي روژتیان یوه شپه ورځ د ۱۲ ګړیو له مخې په دوو برخو وېشلی شي او ۱۲ روژه روژه نیولی شي او یا هم استوا خط ته خورا نږدې هېوادونو سره د شرعي ساعت له مخې روژه نیولی شي.

له شرعي ساعت منظور هغه وخت دی چې په دغو هېوادونو کې روژه نیول کېږي.

ځینې شیعه عالمان دا هم وايي، چې کوم مسلمانان قطب ته نږدې ژوند کوي غوره ده په روژه کې داسې هېوادونو ته لاړ شي چې د روژې لنډ وخت لري او یا هم بې له دې چې د لس ورځو پاتېدلو نیت ولري سفر وکړي او په دې بنسټ روژه پرې فرض نه شي.

خو له دې سره سره ډېر مسلمانان غوره بولي چې له پېشلمي تر ماښام د ځايی د وخت له مخې روژه ونیسي ان که شل یا ۲۲ ساعته هم کېږي.

د ګرمو سیمو روژتیانو ته سپارښتنه

د انځور حقوق Getty Images
Image caption روژه کې د ګرمۍ له امله ځینې خلک پر سر اوبه اچوي.

د افغانستان د ځینې سیمو په څېر پښتونخوا او نور پاکستان کې هم ځینې سیمې ګرمې دي.

د پاکستان په ستر ښار کراچۍ کې له څو ورځو راهیسې سمندري هوا درېدلې او د تودې څپې خبرداری پیل شوی دی.

اسلام اباد کې د پمز روغتون مرستیال مشر ډاکټر جاوېد اکرم وايي، روژتیانو ته پکار دي دې ګرمو او اوږدو ورځو کې د روژې نیولو په مهال د شکرې یا خوږو او وازګین خوراک کم کړي.

"د روژه ماتي پر مهال د سره کړیو شیانو لکه پکوړو، سموسو او نورو غوړینو خوړو په ځای اوبه ډېرې وڅښئ که د وینې فشار نه لرئ نو لږ مالګه هم پکې واچوئ، خو شکره او خواږه مه خورئ، ځکه چې دواړه تنده زیاتوي".

نوموړی زیاتوي چې د ډبیو شودې هم مه څښئ او د خوراک په ځای څښاک ډېر کړئ.

"د پيپسي، کوک او نورو څښونیو په ځای ساده اوبه وڅښئ".

ډاکټر جاوېد اکرم وايي، له جل وهلو د بچېدو لپاره پکار ده، سهار وختي کارونه وکړئ او له ماسپښین دوو بجو وروسته بهر ونه وځئ.

هغه زیاتوي، که کوم کس ګرمي وواهه، یخ ځای کې یې واچوئ، پکی ورته چالان کړئ او د یخ ټوټې یې پر بدون وموښئ او په هوش راتللو سره یې روغتون ته ورسوئ.