په دولتي ادارو کې د پښتو ژبې کمښت خبریالان اندېښمن کړي

پښتو
Image caption د افغان دولت د اکثره وزارتونو او دولتي ادارو په وېپباڼو کې هم پښتو له پامه غورځول شوې ده.

پښتانه له څو کلونو راهیسې د غبرګولي پر ۸ مه یا د می پر ۲۹مه نېټه د پښتو ژبې ورځ لمانځي. دا ورځ د افغانستان په ګډون په پاکستان او د نړۍ په نورو هېوادونو کې لمانځل کېږي.

پښتو د شمېر له مخې د افغانستان د تر ټولو لوی قوم او د دغه هېواد له رسمي ژبو ده. خو د حکومت د عامه اړیکو ډېری چارواکي په پښتو خبرې نشي کولای.

د افغان دولت د اکثره وزارتونو او دولتي ادارو په وېپباڼو کې هم پښتو له پامه غورځول شوې ده.

افغان خبریالان وايي چې د حکومت پیغام پښتون مېشتو سيمو ته په سمه توګه نه رسېږي.

دوی نېوکه کوي چې د حکومت د عامه اړيکو زیاتره چارواکي د دوی د کتونکو او اورېدونکو په ژبه نشي غږېدلای، په ځانګړي ډول په پښتو ژبه.

په ځانګړي ډول د هغو رسنيو کارکوونکي چې یوازې په پښتو ژبه خپرونې کوي، تر ډېره هڅه کوي چې له چارواکو په پښتو نظر واخلي.

دوی وايي، د ویاندانو دا وضعیت د دوی کارونه ځنډوي او ترلاسه کړي معلومات په طبعي ډول تر پښتنو نشي رسولای.

په افغانستان کې د وزارتونو اکثره ویاندان د خپلو ادارو د نشراتو مشران هم دي. د اداري اصلاحاتو اداره، چې زیاتره پر دولتي دندو د کسانو د ګمارنې لپاره ازموینې اخلي، وايي چې د نشراتو مشران باید د افغانستان پر دواړو رسمي ژبو وپوهېږي.

Image caption د اداري اصلاحاتو کمیسون وایي، ټول ویاندویان د دوی لخوا نه دي ګومارل شوي

د دې ادارې یو کمشنر بریالی هلمند وايي، ځینې هغه چې پر دغو پوسټونو کار کوي او پر دواړو رسمي ژبو نه پوهېږي د دوی لخوا نه بلکې پخپله د اړوند ادارو او یا وزیرانو له لوري ټاکل شوي دي.

تر ویاندانو او چارواکو ها خوا په دولتي وېبپاڼو کې هم په پښتو ژبه معلومات نيمګړي او یا کم دي.

موږ د بېلګې په ډول د کورنیو چارو، ټرانسپورټ، ملي دفاع او کرنې وزارتونو وېبپاڼې وڅارلې.

د دغو وزارتونو د وېبپاڼو په پښتو برخه کې یا د دري ژبې هغومره معلومات نشته، یا نيمګړي دي او یا د دري ژبې معلومات بېرته په پښتو برخه کې هم اېښودل شوي دي.

د دې ستونزې په اړه د ګېلې مخ حکومت او د خبریالانو ملاتړو ادارو ته وراوړي. اطلاعاتو ته د لاسرسي د څارنې کمېسون وايي چې دوی له دولتي ادارو سره په دې اړه بحثونه کړي او ترې غوښتي يې دي چې ژر د حل لار ورته ولټوي.

Image caption کابل کې د سه شنبې پر ورځ د پښتو ژبې ورځ ولمانځل شوه

د سه شنبې پر ورځ په کابل کې هم د پښتو د ورځې په یوه نمانځغونډه کې اندېښنه دا وه چې دا ژبه له پامه غورځول شوې.

ګډونوالو پر ولسمشر نیوکه وکړه چې ژمنه يې کړې وه په کابل پوهنتون کې به پر دواړو ژبو تدریس ته لار جوړوي. خو دوی ویل لا هم دلته هغه پښتانه محصلان چې په دري ژبه درس نشي ویلای له ستونزو سره مخ دي.

بله خوا شاوخوا یو کال مخکې د برېښنايي پېژندپاڼو لپاره په ازموینه کې پښتانه ګډون کوونکي ځکه خوښ نه وو چې ویل يې، پوښتنې ټولې په دري وې او دوی ځواب نه شوې کړای.

اړونده مطالب

ورته مطالب