افغان کرېکټ لوبډلې لپاره د تمریناتي لوبو طلایي فرصت

کرېکټ د انځور حقوق Getty Images
Image caption د هند کرېکټ له افغانستان سره د هر ډول مرستو ژمنه کړې

د افغانستان کرېکټ بورډ وایي، د هند له کرېکټ بورډ سره داسې یوې هوکړې ته رسېدلي چې له مخې به یې هره هغه نړیواله کرېکټ لوبډله چې له هند سره رسمي لوبو لپاره دې هېواد ته ځي، باید له افغانستان سره هم یوه تمریناتي لوبه وکړي.

د افغانستان د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک بي بي سي ته وویل، دا هوکړه کابل ته د هند د کرېکټ بورډ د پلاوي د وروستي سفر پر وخت وشوه.

شنونکي په دې باور دي چې د هند د کرېکټ بورډ لخوا دا اعلان د افغانستان د کرېکټ لپاره یو لوی زیری دی، او ګټه به یې افغان لوبډلې ته رسېږي.

افغانستان تېر کال د کرېکټ د نړیوالې شورا یا "ای سي سي" بشپړ غړیتوب ترلاسه کړ، او ورسره یې د ټېسټ لوبو اجازه هم ومونده. خو له دې سره سره د افغانستان لپاره به ګرانه وي چې د نړۍ له پیاوړو لوبډلو سره دې تنظیم کړي.

شنونکي وايي، که افغانستان له پیاوړو لوبډلو سره رسمي لوبې نشي کولی نو بیا لږ تر لږه تمریناتي لوبې هم ګټورې دي او د افغان لوبډلو په روزنه کې به مهم رول ولري.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption افغانستان خپلې رسمي کرېکټ لوبې په هند کې کوي

تېره ورځ د هند د کرېکټ بورډ مشر امیتاب چوهدري په کابل کې د یوې خبري ناستې پر مهال له افغانستان سره د کرېکټ په ډګر کې د هر ډول مرستو ژمنه وکړه.

په همدې ناسته کې د هند کرېکټ چارواکو اعلان وکړ چې په دهېرادون ښار کې به افغانستان ته یو بل لوبغالی هم ورکوي، چې افغان لوبډله یې د خپلو رسمي لوبو لپاره وکاروي.

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډله له تېرو څو کلونو راهیسې د هند د ګرېټر نویډا لوبغالی د خپل کورني لوبغالي په توګه کاروي.

ټاکل شوې ده چې افغان لوبډله د جون میاشتې پر درېیمه، پنځمه او اوومه نېټه د بنګله دېش له لوبډلې سره په دهېرادون ښار کې ۳ شل اوریزې لوبې وکړي.

تر هغه وروسته به افغانستان د خپل تاریخ لومړۍ ټېسټ لوبه، چې له هند سره ده، د جون پر څوارلسمه نېټه په بنګلور ښار کې پيلوي.

د هند د کرېکټ بورډ مشر امیتاب په کابل کې خبریالانو ته وویل، ویاړي چې هند به د افغانستان د لومړۍ ټېسټ لوبې لپاره کوربه وي.

د ده په وینا، کرېکټ کولی شي چې د دواړو هېوادونو خپلمنځي اړیکې لا ښې کړي.

اړونده مطالب

ورته مطالب