له قطر سره یې د ګاونډیو اړیکي
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

له قطر سره یې د ګاونډیو اړیکي

یو کال وړاندې پر همدې ورځ، له قطر سره خپلو عربو ګاونډیانو، سعودي، مصر او متحدو عربو اماراتو او د هغو ملګرو اړیکې وشلولې.

د خوړو صادرات یې پرې بند کړل، فضايي حریم یې پرې وتاړه، له نورو سره یې د دوی اړیکو ته خنډ پیدا کړ. خبرداری ورته ورکړل شو چې یا به د سعودي خبره مني او یا به سیمه کې دې جنجال ته غاړه ږدي خو قطر سر ټیټ نه کړ. دا دی یو کال وروسته وايي چې تر پخوا اوس ډېر پیاوړي دي.