ناټو غونډه؛ تر ۲۰۲۰ وروسته د افغان ځواکونو پر ملاتړ خبرې کوي

. د انځور حقوق Getty Images

ټاکل شوې چې نن په بروکسل کې د ناټو ټولنې د دفاع وزیرانو دوه ورځنۍ غونډه جوړه شي چې د ناټو د قومندې پر جوړښت او پوځي چمتووالي به پکې خبرې اترې وشي.

د ناټو دفاع ویران به همدارنګه په افغانستان کې پر خپل پوځي ماموریت او له ۲۰۲۰ کاله وروسته د افغان ځواکونو په روزنې او د هغوی پرملاتړ هم وغږېږي.

تېره ورځ د جون ۶مه د ناټو سرمنشي ینس ستولتنبرګ په یوه خبري غونډه کې وویل، ناټو په افغانستان کې د ټیکاو راوستلو ته ژمنه ده او زیاته یې کړه د افغان ځواکونو چلند اوس مسلکي دی او په وینا یې د سیاسي جوړجاړي لپاره د شرایطو په برابرولو کې مرسته کوي.

نوموړي پخپلو خبرو کې وویل، موږ به د غوڅ ملاتړ ماموریت له همکارانو سره یو ځای د وزیرانو غونډه پر افغانستان له خبرو وروسته پای ته ورسوو او زیاته یې کړه، متحدین د ځواکونو او بودیجې له پلوه مرسته کوي:

" موږ په افغانستان کې پخپل ماموریت کې ۳۰۰۰ روزنکي ډېر کړي. موږ به پر دې خبرې سره وکړو چې څنګه کولی شو تر ۲۰۲۰ کاله وروسته له افغان ځواکونو سره خپل مالي ملاتړ لا ډېر کړو."

ښاغلي ستولتنبرګ همداراز وویل، له افغان حکومته یې تمه دا ده چې له اداري فساد سره به مبارزه روانه وساتي، د بشري حقونو ساتنې ته به پام وکړي او ټاکنې به پر خپل وخت تر سره کړي.

* افغانستان: د ناټو غونډه کې پر پاکستان د فشار غوښتنه کوو

* ناټو: باید پاکستان کې د وسله والو پټنځیو ته پام وشي

* د امریکا د دفاع وزیر: موږ له افغانستانه وتلو کې بېړه وکړه

ناټو پر داسې مهال په افغانستان کې له اداري فساد سره پر مبارزه ټینګار کوي چې د افغانستان پر بیارغونه د امریکا څارونکې ادارې (سیګار) پخپل تازه رپوټ کې ویلي، د فساد د مخنیوي لپاره د افغان دولت تګلاره مثبته ده، خو یو شمېر نیمګړتیاوې لري او پر ځینو نړیوالو معیارونو هم برابره نه ده.

رپوټ وایي، په دې ستراتیژۍ کې د افغان دولت پنځلسو وزارتونو ته ډېر پام شوی، خو د تر ټولو لوی، یعنی د دفاع وزارت رول پکې ناڅرګند دی.

سیګار وایي، د فساد پر ضد د افغان دولت په ستراتیژۍ کې ۶۶ اساسي موخې په ګوته شوي، خو په دې برخه کې د پرمختګ د ارزونې لپاره مناسب مېکانیزم نشته.

د ناټو سرمنشي وویل، ناټو له افغانستان سره مرستې او همکارۍ ته ژمنه ده، خو موږ د خپل ملاتړ بڼه بدله کړې ده.

د هغه په خبره، په ۲۰۱۵ کال کې مو خپل جګړه ییز ماموریت پای ته ورساوه او له هغه وروسته موږ افغان ځواکونو ته روزنې او سلا مشورې ور کولو ماموریت لرو:

"موږ له افغانستانه غواړو چې له فساد سره مبارزه وکړي، روڼوالی رامنځته او بې له شکه ټاکنې تر سره کړي. د همدې لپاره موږ په افغانستان کې د ټاکنو د تر سره کېدو د اعلان هر کلی کوو."

د انځور حقوق Getty Images

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ څه موده وړاندې پر ناټو هېوادونو غږ کړی و چې د افغانستان په روانه جګړه کې باید د امریکا ملاتړ ته رامخې ته شي.

تمه کېږي چې په دې ناسته کې به د برتانیا په ګډون یو شمېر نور هېوادونه هم افغانستان ته د اضافي پوځیانو د لېږلو ژمنه وکړي.

ښاغلي سټولنبرګ همداراز وویل، وسله وال طالبان جګړه نه شي ګټلی، هو ځکه د هغه په وینا د سولې خبرو ته چمتو شي.

ورته مطالب