ترکیې ټاکنې: د رایو شمېرل پیل شول

رای اچوونکې د انځور حقوق Getty Images

د ترکیې په پارلماني او د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د رایې اچونې وخت چې په ځايي وخت د سهار په اتو بجو پیل شوی و، اوس پای ته رسېدلی او د رایو شمېرل پيل شوي.

رپوټونه وايي چې د رایې اچونې بهیر کې د خلکو ګډون پراخ و او سهار د وخته د رایې اچونې مرکزونو مخې ته د خلکو کتارونه جوړ وو.

په پام کې وه چې ترکیه کې د ولسمشرۍ او پارلماني ټاکنې د ۲۰۱۹ کال د نوامبر په دریمه ترسره شي خو د روان کال د اپریل په اتلسمه ولسمشر رجب طیب اردغان اعلان وکړ چې ټاکنې یې رامخې ته کړې او د جون په ۲۴ به ترسره شي.

دې ټاکنو ته د ولسمشر اردغان پر وړاندې چې له تېرو ۱۵ کلونو راهیسې په واک کې دی د یوې ننګونې په نظر کتل کېږي. د دې ټاکنو ارزښت په دې کې دی چې په راتلوونکې به د ترکیې نظام ریاستي وي یانی ټول واک به له ولسمشر سره وي چې د تېر په څېر به لومړی وزیر نه لري.

ښاغلي اردغان په استمبول کې خپله رایه واچوله او ویې ویل چې په ټاکنو کې د خلکو ګډون پراخ دی، د رایې اچونې مرکز مخې ته د هغه ګڼ شمېر پلویان راټول شوي وو او شعارونه یې ورکول

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ویل کېږي چې ګڼ شمېر خلکو رایه اچونه کې برخه واخیسته

په دې ټاکنو کې د ولسمشر رجب طیب اردغان له مهمو سیالانو یو هم د جمهوریت ګوند نوماند ۵۴ کلن محرم اینجه او بله د کورنیو چارو پخوانۍ وزیره یو شپیته کلنه مېرال اکچینار ده.

ښاغلي اینجه نن په استانبول کې خپل ګڼ شمېر پلویانو ته په وینا کې وویل که اردوان ټاکنې وګټي نو د تیلفونو اوریدل او په سیمه کې ویره به دوام وکړي خو که دې ټاکنې وګټي نو محکمې به خپلواکې وي.

د نوموړي په وینا که په ټاکنو کې بریالی شي نو په ۴۸ ساعتونو کې به بیړنی حالت چې په ۲۰۱۶ کال کې له ناکامې کودتا وروسته اعلان شو، ختم کړي.

که څه هم داسې اټکلونه دي چې ښايي د ولسمشر اردغان واکمن د عدالت او پرمختیا ګوند په پارلمان کې اکثریت وبایلي ولسمشر اردغان هیلمن دی چې د پنځو نورو کلونو لپاره په واک کې پاتې شي او خپلو پلویانو ته یې په وینا کې ویل چې خپلو سیالانو ته به په ټاکنو کې عثماني څپړه ورکړي.

ښاغلي اردوان ویل چې ښاغلی اینجه د ولسمشرۍ وړتیا نه لري.

د انځور حقوق EPA
Image caption ښاغلي اردغان ویل چې ښاغلی اینجه د ولسمشرۍ وړتیا نه لري.

دغه راز د خلق دیموکراتیک ګوند نوماند ۴۵ کلن صلاح الدین دیمیرتاش هم په دې ټاکنو کې د ښاغلي اردغان له مهمو سیالانو ګڼل کېږي، نوموړی له یو نیم کال راهیسې په زندان کې دی او له هماغه ځایه یې ټاکنیزې منډې ترړې تنظیمولې.

ولسمشر رجب طیب اردغان چې ۶۴ کاله عمر لري له ۲۰۰۲ کال راهیسې کله د لومړي وزیر او کله هم د ولسمشر په توګه په واک کې دی.

د ده د واکمنۍ پرمهال د ترکیې اقتصاد پام وړ وده کړې خو په وروستیو کلونو کې له ځینو اروپايي هېوادنو او امریکا سره د ترکیې اړیکې ترینګلې شوې دي.

نوموړي ژمنه کړې که بریالی شي نو داسې پروژې به پلي کړي چې اقتصاد به ورسره لا ښه شي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د کورنیو چارو پخوانۍ وزیره میرال اکچینار هم د اردوغان ټاکنیزه سیاله ده

ورته مطالب